د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د ازبکستان د ناستې ګډونوالو ته د متقي ډاډ: د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې طالبان د سیمې له هېوادونو سره د نږدې تعامل غوښتونکی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا خبره د ازبکستان په سمرقند کې د چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او خپله د ازبکستان د مخکښو ډیپلوماتانو پرونۍ غونډې ته وکړه.

ښاغلي متقي یو وار بیا ډاډ ورکړ، چې د دوی حکومت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخیستل شي.

"افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی
متقي

نوموړي ويلي: "افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی، چې هيڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د سیمې یا د کوم هېواد پر خلاف وکاروي. یا په افغانستان کې د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي. دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې موږ عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره په جدي مبارزه بوخت یو."

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سمرقند غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنې د عملي کېدو هیله وکړه.

تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره چهارشنبه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه منځ‌لاري او معقول حکومت د جوړېدو ملاتړ کړی و.

طالبان خپل حکومت ټول‌شموله بولي او وايي، د رسمیت پېژندلو لپاره ټاکلي معیارونه يې پوره کړي دي.

د سمرقند د غونډې يو شمېر ګډونوال
د سمرقند د غونډې يو شمېر ګډونوال

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په وار- وار په افغانستان کې د تروریستي ډلو له دې جملې داعش د فعالیتونو د پراخېدو په باب اندېښنې ښوولې دي.

بل‌خوا د روسیې، چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې د دې غونډې په درشل کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر سیمه‌ییزو حل لارو ټینګار کړی و.

"موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې سره شریکي کړې
امير عبداللهيان

د دوی ترمنځ په یوه غیر رسمي غونډه کې پر ځینو نورو مسایلو هم بحث شوی دی.

په دې باب د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نور توضیحات ورکړل.

نوموړي ويلي: "موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې سره شریکي کړې، دا اندېښنې په افغانستان کې د تروریزم زیاتوالی، د امریکا او غرب له لوري د تحریمو د ادامې له امله په افغانستان کې د فاجعو رامنځته کېدل، د افغانانو سخت ژوند او دغه شان ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د پراخه ورتګ مسلې د اندېښنې د دې وړ دي چې بحث پرې وشو."

د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان
د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان

د عبداللهیان دغه څرګندونې پرون پنجشنبه په ټلېګرام کې خپرې شوې دي.

په ازبکستان کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دغه غونډه د روسیې په بلنه جوړه شوې ده.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ځینو هېوادونو له دې ډلې پاکستان، ایران او روسیه کې د طالبانو ډیپلوماتيک حضور لري.

د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو رعایت دغه راز د ښځو حقونو ته درناوی د نړیوالې ټولنې له عمده شرطونو ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG