د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د روسیې ځانګړی استازی: مزارشريف کې مو خپله قونسلګري بېرته پرانيستله


ضمير کابلوف
ضمير کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې څانګې مشر ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ د روسیې ټاس خبرې اژانس ته ویلي، د بلخ ولايت په مزار شریف ښار کې دوى خپله قونسلګري بېرته پرانیستې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تايیدوي چې روسیې په مزارشریف کې خپل قونسلي خدمات پیل کړي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه‌شنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوې ويډيو کې ویلي چې، څو میاشتې وړاندې د دې قونسلګرۍ د پرانیستلو لپاره هڅې پیل شوې وې.

نوموړي ويلي: "زموږ د معلوماتو له‌مخې څو میاشتې وړاندې د دوی قونسلګرۍ ته تخنیکي ټيمونه رارسېدلي وو، د دې لپاره چې هلته د قونسلي خدمتونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او پاتې تخنیکي کارونه یې مخکې یوسي."

احمد ضيا تکل
احمد ضيا تکل

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د روسیې قونسلګري د ۲۰۲۱ کال په جولای مياشت کې د امنیتي ګواښونو له امله وتړل شوه او بېرته داسې مهال پرانیستل کېږي چې، د اپرېل په درېمه طالبانو د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ او په نیمروز کې د داعش ډلې په ضد عملیات وکړل.

روسیې تل د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې ځان لپاره یو جدي ګواښ بللی.

که څه هم طالبان دا نه مني چې د افغانستان له خاورې دې چا ته ګواښ پېښ وي، خو د تېرې جمعې په ورځ د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان منشي هم په مسکو کې د دې سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې ویلي و، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او له افغانستانه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د نفوذ کولو په اړه اندېښمن دی.

د پوتین د ملي امنیت مشاور په ځلونو ویلي چې دوی طالبان په رسمیت نه پېژني."
فرهادي

سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، روسیه هم د نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره په تعامل کې له احتیاطه کار اخلي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې یوازې د سوداګرۍ په برخه کې لېوالتیا شته، له همدې امله یې په کابل کې د قونسلي خدمتونو له بندېدو وروسته په مزار شریف کې قونسلګري پرانیستله.

ښاغلی فرهادي وايي: "له هغه وروسته چې په کابل کې د روسیې په سفارت برید وشو، قونسلګري یې وتړل شوه او د ویزې صادرول سخت شول، روسانو په مزار شریف کې یوه وړه قونسلګري پرانیستله، خو له طالبانو سره د دې ټولو هېوادونو اړیکې داسې دي، لکه یو سړی چې بازار ته لاړ شي، څه واخلي، خو پیسې ور نه‌کړي، یعنې اړیکې به لري، خو په رسمیت یې نه پېژني. د پوتین د ملي امنیت مشاور په ځلونو ویلي چې دوی طالبان په رسمیت نه پېژني."

طارق فرهادي
طارق فرهادي

ښاغلی فرهادي دغه شان وايي، د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په اړه د روسیې اندېښنو ته په کتو د دې احتمال شته چې له دې قونسلګري څخه د استخباراتو د یوې مرکز په توګه هم کار واخیستل شي.

په مزار شریف کې د روسیې قونسلګري داسې مهال پرانیستل کېږي چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له یوه عربي ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي، دوى له ګڼو هېوادونو سره رسمي راشه درشه لري.

خو دا چې ولې يې تر اوسه یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، نوموړي یې د لاملونو په اړه وویل، چې ځینې هېوادونو له نورو ځواکمنو هېوادونو په تاثر دا کار نه‌کوي، ځينې هېوادونه له نورو سره نزاکتونه او سیالۍ لري او همدا شان په افغانستان کې له نړيوالو ځواکونو سره د دوی جګړه لامل شوې چې په اسانه هغوی د دوى حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره را مخکې نه‌شي.

امیرخان متقي په دې مرکه کې ادعا کړې چې، په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د روسیې، قزاقستان، قرغزستان، هندوستان، ترکیې، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفارتونه اوس‌مهال فعال دي.

نوموړي دغه شان ویلي، له تاجکستان پرته یې د افغانستان نورو ټولو ګاونډيو هېوادونو او روسیې، ترکیې، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان، قطر او مالیزیا ته خپل نوي ډيپلوماتان لېږلي دي او ځینې نور سفارتونه هم له دوی سره په تعامل کې دي.

طالبان چې له یو نیم کال ډېره موده کېږي په افغانستان کې واکمن دي، لا یې حکومت د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي چې، دوی د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي، خو نړيواله ټولنه بیا د رسمیت پېژندلو لپاره له طالبانو غواړي چې ټول‌ګډونه حکومت جوړ او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي، همدا شان له ترهګرو سره ډلو خپلې اړیکې پرې او په وړاندې یې اقدام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG