د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

طالبانو دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته نوی جنرال قونسل معرفي کړی


دوبۍ کې د طالبانو له‌خوا مقرر شوی افغان قونسل عبدالرحمن فدا
دوبۍ کې د طالبانو له‌خوا مقرر شوی افغان قونسل عبدالرحمن فدا

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس او په افغانستان کې یو شمېر خصوصي رسنیو نن خبر ورکړی، چې طالبانو د متحده‌ عربي اماراتو ـ دوبۍ ته خپل نوی جنرال قونسل معرفي کړی دی.

باختر اژانس، چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې فعالیت کوي، نن سهار په یوه لنډه جمله کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي"عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د نوي جنرال قونسل په توګه پېژندل شوی دی."

" تر امر ثاني پورې به عبدالرحمن فدا چې وړاندې د دې وزارت د تشریفاتو رئیس و، دا دنده مخ‌ته یوسي."

که څه هم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب و نه وایه، خو په افغانستان کې یو شمېر خصوصي رسنیو د دې وزارت د چارواکو په تاییدۍ دا خبر خپور کړی دی.

هغه مکتوب چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او ځینو خصوصي رسنیو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو تایید کړی، په‌کې د امیر خان متقي په لاس‌لیک په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته لیکل شوي" تر امر ثاني پورې به عبدالرحمن فدا چې وړاندې د دې وزارت د تشریفاتو رئیس و، دا دنده مخ‌ته یوسي."

خو رسما د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خپلو رسمي رسنیزو ادارسونو د دې خبر تاییدي نه‌ده خپره کړې.

په داسې حال کې چې په ایران او ترکیه کې ورته د سفارتونو له سپارل کېدو سمدستي وروسته یې د دې خبرونو پخلی وکړ.

طالبانو د روان کال د کب په اتمه نېټه ايران کې افغان سفارت ته خپل ډيپلوماټان معرفي کړل.
طالبانو د روان کال د کب په اتمه نېټه ايران کې افغان سفارت ته خپل ډيپلوماټان معرفي کړل.

خو یو شمېر طالب چارواکو له دې ډلې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د ملي ټلوېزیون رئیس احمد‌الله وثیق په خپله ټویټرپاڼه د عبدالرحمن فدا تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي"په دوبۍ کې د افغانستان تازه مقرر شوی قونسل"

موږ په دوبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسل مسعود عزیزي سره هم اړیکه ونیوه، خو ځواب یې را نه‌کړ.

په دې اړه تر اوسه د متحده عربي اماراتو دولت هم په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو ته تر اوسه د ایران، روسیې، پاکستان، قطر او په سویلي اسیا کې یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان سفارتونه سپارلي دي، خو له دې هېوادونو یو یې هم د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG