د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ايران د ځينو افغان کډوالو بانکي کارتونه بند کړي


آرشیف، په ايران کې يو کس له بانک څخه د پيسو د راايستلو پر مهال
آرشیف، په ايران کې يو کس له بانک څخه د پيسو د راايستلو پر مهال

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، لس ورځې کېږي چې د دوی بانکي کارتونه تړل شوي او د دې هېواد بانکونه ورته پیسې نه ورکوي.

د غور ولایت اصلي اوسېدونکې مریم چې ۱۳ کاله کېږي ایران کې ژوند کوي، وايي لس ورځې کېږي چې په تهران کې له بانک څخه خپلې پيسې نه شي ایستلی.

مریم وايي، دې کار له ستونزو سره مخ کړې.

د دې په وینا دا کار د دوی د شتمني په یرغمل نيول دي او په ایران کې د افغانستان له سفارت غواړي چې ژرترژره دا ستونزه حل کړي.

هغه زياتوي: "لس ورځې کېږي چې بدبخته شوي یو، ټولو پرته له ویلو زموږ بانکي کارتونه بند کړي. نن سهار خلاص شو خو یوه میاشت یې وخت راکړی او ویلي دي چې هغه خلک چې ویزه لري همداسي به پاتې شي خو هغه چې ویزه نه لري و به تړل شي."

په وروستیو څو ورځو کې په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو بانکي کارتونه د اتباعو د کوډ د نه اعلانېدو له امله تړل شوي دي.

افغان کډوالو د دې کار پر وړاندې د اعتراض په موخه د تهران په مشهد کې لاریون کړی او د ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.

په ايران کې افغان کډوال
په ايران کې افغان کډوال

لاريون کوونکو د ایراني بانکونه دا کار د افغان کډوالو پر وړاندې تبعیض ګڼلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو راتلونکي اونۍ یاده ستونزه حل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال ویاند حامد تذهیب ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو اندیښنې مو له ایراني چارواکو سره شریکې کړې، د دې هڅو په پایله کې یاده ستونزه تر یو حده د پنجشنبې او جمعې په ورځ حل شوې ده. د ایراني چارواکو ژمنه دا وه چې راتلونکي اوونۍ به دا ستونزه په اساسي توګه حل شي."

په ایران کې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې ډېری یې د خپلو ورځنیو چارو لپاره له بانکي کارتونو ګټه اخلي.

تسنیم خبرې اژانس د ايراني چارواکو له قوله د ځینو افغان کډوالو د بانکي کارتونو د تړل کېدو لامل پيسو سپینولو سره مبارزه یاده کړې ده.

د دې اژانس د راپور پر بنسټ، د نږدې ۲۰ سلنه افغان کډوالو بانکی کارتونو ځکه تړل شوي چې دوی په بانکونو کې د اتباعو کوډ نه و.

XS
SM
MD
LG