د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغانستان غبرګون: د 'فاطمیون' لیکو کې د افغانانو حضور د ملي ګټو خلاف دی


په ایران کې د فاطمیون ډله
په ایران کې د فاطمیون ډله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په جګړه کې د فاطمیون ځواکونو په لیکو کې د افغانانو د حضور په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د فاطمیون ځواکونو په لیکو کې د افغانانو حضور د ملي ګټو، اساسي قانون او د افغانستان د بهرني سیاست خلاف دی.

ګران هېواد وايي چې افغان دولت له دغه بهیره ملاتړ نه کوي: "د فاطمیون په لیکو کې د افغان اتباعو د حضور په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت متفاوت نظر لري، د اساسي قانون، ملي ګټو او د افغانستان بهرنی سیاست اجازه نه ورکوي چې د افغانستان اتباع دې د افغانستان له بیرغ پرته د نورو هېوادونو جګړو او منازعاتو ته ورداخل شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران په کوربتوب د افغان کډوالو همکاري او په دې اړه د دواړو هېوادونو ګډو کارونو ته په اشارې سره وايي چې ایران او افغانستان ښې او دوستانه اړیکې لري.

ښاغلی هېواد زیاتوي چې د افغانستان دولت د افغانستان له نظام، اساسي قانون او د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنو نه د ایران د ملاتړ هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له طلوع نیوز ټلوېزیون سره په مرکه که څه هم د افغانانو له لېږولو انکار وکړ، خو ويې ويل چې د افغانستان یو شمېر اتباع په داوطلبانه توګه د مذهبي باورونو له مخې خپله د سوریې جګړې ته تللي او د ایران دولت یې ملاتړ کړی.

ښاغلي ظریف ویلي، دمګړۍ د دغو کسانو شمېر دوه زرو تنو ته رسېږي، په سوریه کې مېشت دي، مخکې داسې ویل کېدل، هغه وخت چې په سوریه کې جګړه اوج ته رسېدلې وه، د دوی شمېر پنځه زره تنو ته رسېده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

په تېر کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د فاطمیون لښکر د سوریې جګړې ته په ایران کې مېشت زرګونه افغان کډوال لېږلي وو.

د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړ چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ننګه د سوریې جګړې ته تر ۱۵ زر افغانان لېږل شوي دي.

یو شمېر افغانانو ویلي وو چې د ځینو امتیازونو په ترلاسه کولو له هغې ډلې، په ایران کې د دایمي استوګنې، د څو سوه ډالري معاش په بدل کې د سوریې جګړې ته لېږل شوي.

زیاتره دغه افغانان سوریه کې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کې جنګېدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر طلوع نیوز ته ویلي، دغه هېواد تر اوسه هم طالبان د تروریستي ډلو له ګروپه نه دي ایستلي، ایران د افغانستان له نظام، اساسي قانون او تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

طالبانو د ښاغلي ظریف څرګندونو ته په غبرګون سره په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول څرګندونې «نامناسبې» او د افغانستان په کورنیو چارو کې «لاسوهنه» ده.

په دغه اعلامیه کې د یادې ډلې د ویاندویانو په نقل راغلي:"د ایراني مسولینو له اړخه دا ډول څرګندونې غیر مسولانه، له واقعیت لرې دي او بل دا چې د دوو ګاونډیو او دوستو هېوادونو اړیکې زیانموي."

XS
SM
MD
LG