د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ایران د سوریې جګړه کې د فاطمیون لښکر او د افغانانو د ګډون دفاع وکړه


آرشیف، سوریه کې د فاطمیون له لوري د جذب شویو افغانانو یو انځور
آرشیف، سوریه کې د فاطمیون له لوري د جذب شویو افغانانو یو انځور

د ایران یو جګپوړي ډیپلومات په سوریه کې د فاطمیون وسله والې ډلې او په دې جګړه کې د افغانانو د ګډون دفاع کړې ده.

د راپورونو له مخې ایران مخکې زرګونه افغان کډوال د فاطمیون ځواک په لیکو کې سوریې ته استولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي په سوریه کې د فاطمیون لښکر جګړه او په دې ډله کې د افغانانو ګډون مهم وباله او دفاع یې وکړه.

ښاغلي عراقچي دا څرګندونې پرون پنجشنبې (د چنګاښ په ۲۶مه) نېټه په هغه غونډه کې وکړې چې سرلیک یې و، د افغانستان او ایران د اړیکو لرلید- ستونزې او فرصتونه او د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په نوښت په کابل کې جوړه شوې وه.

عباس عراقچي
عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په دې غونډه کې وویل: "که مو په سوریه کې د داعش پرضد جګړه نه وای کړې نو باید دا جګړه مو د تهران او کابل په واټونو کې کړې وای، اوس هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې موږ د داعش د رګونو نښې نښانې وینو، فاطمیون چې څومره موږ پېژنو هغه رضاکارې ډلې وې چې د داعش ډلې پرضد د جګړې او د دې بوږنوونکې پدیدې د له منځه وړلو لپاره یې جهاد وکړ، ځان ښندنه یې وکړه او ځینو یې خپلې وینې وبهولې څو افغانان په امنیت کې ژوند وکړي."

له دې مخکې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمدمحقق د فاطمیون د ستاینې په خاطر په افغانستان کې دننه له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

محمد محقق
محمد محقق

محقق په ۱۳۹۶ کال کې په ایران کې په یوه غونډه کې د افغانستان، ایران، پاکستان، عراق او سوریې د هغو وګړو مننه وکړه چې د سوریې په جګړه کې یې ګډون کړی، خو وروسته بیا نوموړي وویل چې د ده هدف له هغو کسانو څخه مننه وه چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د داعش ډلې پرضد جګړه کوي.

د راپورونو له مخې ایران په وروستیو څو کلونو کې د فاطمیون ځواک په لیکو کې زرګونه افغان کډوال د سوریې جګړې ته استولي وو.

د سیاسي چارو شنونکي حاجي سیدداود آزادۍ راډیو ته وویل چې ایران د افغان کډوالو له بېوسۍ څخه تل د ځان د ګټې لپاره کار اخیستی دی.

حاجي سید داوود
حاجي سید داوود

هغه زیاتوي: "دا لومړی ځل نه دی چې ایرانیان د افغانستان د خلکو له بېوسۍ او کډوالۍ ګټه پورته کوي، په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې له لس زرو زیات افغانان د ایران او عراق په جګړه کې هم وژل شوي دي، که ایران په رښتیا په افغانستان کې جګړه نه غواړي، د دې خبرې د ثبوت لپاره زه وړاندیز ورته کوم چې له افغانانو سره دې همکاري وکړي څو په افغانستان کې واقعي سوله ټینګه شي."

په ایران کې دېره یو شمېر افغانانو مخکې ویلي وو چې ایراني چارواکو ژمنه ورسره کړې وه چې که د جګړې لپاره سوریې ته ولاړ شي نو د میاشتې دوه میلیون تومن او په ایران کې د دایمي اقامت ویزې به ترلاسه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ درې کاله مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې د ایران سپاه پاسداران د افغان زلمیانو له منځه د سوریې جګړې ته جنګیالي غوره کوي.

ایران د سوریې د ولسمشر بشاراسد نژدې متحد دی.

XS
SM
MD
LG