د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغانستان ته د فاطمیون د زرګونه جنګیالیو بېرته ستنېدو وېره پیدا کړې


د فاطمیون د ډلې غړي د قاسیم سلېماني په جنازه کې. ارشیف
د فاطمیون د ډلې غړي د قاسیم سلېماني په جنازه کې. ارشیف

افغانستان ته د فاطمیون د لښکر د زرګونو جنګیالیو بېرته ستنېدو ویره پیدا کړې.

فاطمیون د ایران پلوي افغان نیابتي جنګیالي دي چې په سوریه کې جنګیدلي.

کله چې د سوریې کورنۍ جګړه ونښته، د ایران سپاه پاسداران ځواک په زرګونو شیعه جنګیالي جذب کړل، روزنه یې ورکړه څو په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پښې ټینګې کړي.

په دوی کې یو هم د فاطمیون لښکر دی چې تر ډېره په افغانستان کې د شیعه هزاره اقلیت له ځوانانو جوړ دی.

له 2011 میلادي کال څخه د ایران سپاه پاسدارن ځواک په خپله خاوره کې زرګونه افغان کډوال ځوانان دې لښکر ته جذب کړل او همدارنګه یې په پټه په افغانستان کې په دې لښکر کې د شمولیت لپاره د سلګونو شیعه ځوانانو نوم لیکنه وکړه.

افغانستان شاوخوا پنځلس په سلو کې شیعه وګړي لري چې ډیر هزاره ټبري دي او له ایران سره مذهبي تړاو لري.

اوس چې د سوریې جګړه کمیږي، د ایران جوړ کړي فاطمیون لښکر زرګونه جنګیالي خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي او ورسره دا ویره زیاته شوې چې ایراني رژیم کولی شي د جنګیالیو دا نیابتي ډله دننه په افغانستان کې متحرکه کړي، څو په دې هیواد کې د امریکا پر ګټو بریدونه وکړي.

افغانستان کې دا مهال شا او خوا 13000 امریکايي سرتېري میشت دي.

له هغې راوروسته چې د جنورۍ د میاشتې په درېیمه نیټه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یو هوايي برید کې د ایران لوړ پوري پوځي قومندان قاسم سلیماني ووژل شو، د واشینګټن او تهران ترمنځ ترینګلې اړیکې نورې هم ترخې شوې دي.

په ځواب کې یې تهران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي وویشتل.

په واشینګټن کې د پوهانو لپاره د ووډرا ویلسن نړیوال مرکز د جنوبي اسیا څیړونکی میشل کوګیلمن وايي: "موږ باید قطعاً په دې اړه اندېښنمن و اوسو چې ایران به له دې پانګې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یا د امریکا د نورو ګټو پر ضد کار واخلي."

نوموړې ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه: "راځئ روښانه واوسو، لږ تر لږه دا مهال تر لس زرو زیات امریکايي سرتېري د ایران ختیځې پولې ته څېرمه ځای پر ځای دي، دا یو پاورونکی هدف دی او په افغانستان کې دا شیعه ملیشې ایران ته ممکنه او کارنده نیابتي ځواک په لاس ورکوي څو په دې امریکايي سرتېرو پسې ورشي."

سمدستي ګواښ

رحمت الله نبیل چې دوه ځلې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر پاتې شوی اټکل کوي چې له 2500 څخه تر 3000 پورې فاطمیون جنګیالي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا: "په دې پړاو کې هغوی په داسې یو دریځ کې نه دي چې د افغانستان ملي امنیت ته سمدلاسه ګواښ پیښ کړي."

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل

د افغانستان د ملي امنیت د دې پخواني رئیس په وینا په افغانستان کې دوی منظم شوي نه دي او دا مهال د هېواد په بېلابیلو برخو کې خواره دي.

خو نوموړې وویل د فاطمیون د لښکر دا پخواني جنګیالي که د قومندې مرکز پیدا کړي، ګواښ پېښولی شي.

رحمت الله نبیل زیاته کړه دا روښانه نه ده چې د افغانستان څارګرې ادارې به چې تر ډېره پر طالبانو او داعش متمرکزې دي په افغانستان کې د فاطمیون د جنګیالیو تحرکات څاري او کنه.

افغانستان ته فاطمیون د ستنو شویو جنګیالیو ډیر یې د مرکزي افغانستان په هزاره میشتو سیمو کې ځای پر ځای دي او یا د افغانستان په ختیځ کې د ایران سره پولې ته څېرمه هزاره میشتو سیمو کې خپلو کورنو ته ستانه شوي.

ډېر دا پخواني جنګیالي ځان ډېر نه څرګندوي او له ژورنالیستانو سره له خبرو ډه ډه کوي.

څیړنکی کوګیلمن وايي: "دا یوه ډله ده چې تر اوسه یې په افغانستان کې د بریدونو د ترسره کولو نیت نه دی ښودلی، تر دې مهال تهران له دوی تمه لري چې په سوریه کې جګړه وکړي او هلته د ایران اهداف پر مخ یوسي."

خو هغه زیاتوي، په منځني ختیځ کې د لوبې د وضیعت زیاتیدونکی بدلون او د امریکا د ګټو پر ضد د ایران د غچ اخیستنې ځانګړې هڅې، دا وضیعت بدلولی شي.

په مصرف حساب جنګیالي

د فاطمیون د لښکر د هغو جنګیالیو شمېر روښانه نه دی چې په سوریه کې یې جګړه کړې.

څیړونکي د دوی شمېر د پنځو زرو او شل زرو ترمنځ اټکلوي.

علي الفونه په واشنګټن کې د خلیج د عربي هېوادونو په انستیتوت کې د ایران د سپاه پاسدارن ځواک کارپوه او څیړونکی دی.

هغه وايي، د ده د معلوماتو له مخې له 2012 میلادي کال له جنورۍ څخه تر 2019 میلادي کال سېپټېمبر پورې موده کې 917 افغانان په سوریه کې وژل شوي دي.

د الفونه په وینا د جګړې د لومړۍ کرښو کې ساتل کېدونکي دا نیابتي ځواک سم نه دی روزل شوی او د زیان مننې کچه یې تر نورو په سلو کې شل لوړه ده.

نوموړې همدارنګه اټکل کوي چې په سوریه کې د جنګیدونکو افغانانو شمېر به تر پنځه زره جنګیالیو محدود وي.

قاسم سلېماني او ورسره چپ خواته ناست افغان علي رضا توصلي چې په سوریه کې وژل شوی
قاسم سلېماني او ورسره چپ خواته ناست افغان علي رضا توصلي چې په سوریه کې وژل شوی

الفونه وايي، د ایران سپاه پاسدارن ځواک دا افغان جنګیالي د دښمن د اور په وړاندې” په مصرف حساب شوې سرتیري“ ګڼي.

نوموړې وايي دا خبره د دې جنګیالیو په روزنه له کم لګښت او هغه څه چې د جګړې پر ډګر دوی ورمخکې کیږي، جوته ده.

ایراني چارواکي وايي، دا جنګیالي په خپله خوښه سوریې ته سفر کوي څو دغلته د شیعه مسلمانانو لپاره د سپېڅلو ځایونو دفاع وکړي.

خو د بشري حقونو ډلې وايي، په ایران کې افغان کډوالو ته د سوریې جګړې ته د تګ په بدل کې مالي امتیازات او په ایراني کې دایمي اقامت منل کېږي.

ملګري ملتونه په ایران کې د میشتو افغان وګړو شمیر تر یو میلون کم اټکلوي خو تهران دا شمیر تر درې میلونو پورې یادوي.

ایران په وروستیو کلونو کې له خپلې خاورې ګڼ افغان کډوال په جبري توګه ایستلي او هغوی چې پاتې دي هغه هم په جبري او ډله ایز توګه ایستلو ګواښي.

د امریکا وتلو ته چمتوالي

په واشګټن کې د خلیج د عربي هېوادونو په انستیتوت کې د ایران د سپاه پاسدارن ځواک کارپوه او څیړونکی علي الفونه وايي، دا احتمال لري چې د ایران له خوا افغانستان ته د فاطمیون د جنګیالیو دا استول، د تهران د هغې دوه اړخیزې هڅې یوه برخه وي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتوالی نیسي.

نوموړې وايي: "له یوې خوا تهران له طالبانو سره اړیکې نورمال کړي، هغه ډله چې د تهران په باور په کابل کې واک ته رسېږي، له بلې خوا ، تهران غواړي هغه سناریو ته چمتو و اوسي چې که په راتلونکې کې طالبان بیا د ایران خلاف شي."

طالبان دا مهال په نژدې نیمايي افغانستان کنټرول او یا هم اغیز لري.

اوس دا وسله واله ډله د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د امریکايي لوري سره په خبرو کې یو په ټپه ولاړ حالت کې ده.

که د امریکا او طالبانو ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه وشي، دا به بین الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي چې په کې به د افغانستان په راتلونکې سیاسي جوړښت چې طالبان به یې هم برخه وي خبرې کېږي.

په 1998 میلادي کال کې چې کله طالبانو په شمال کې د مزار شریف ښار ونیوه دغلته د ایران د قونسلګرۍ اته ډیپلوماټان او د ایرنا دولتي خبري اژانس یو کارکونکی ووژل شول.

دې پېښې هغه مهال طالبان او ایران خپلو کې یوې جګړې ته نژدې کړل.

طالبانو په دې وژنه کې لاس لرل رد کړي وو.

تهران چې پر دې وژنه غوسه و، د افغانستان پولو ته یې په لسګونو زره سرتېري واستول خو پر دې هېواد یې یرغل ته زړه ښه نه کړ.

په 2001 میلادي کال پر افغانستان د امریکا له یرغل مخکې موده کې تهران د طالبانو ضد شمال ټلوالې ملاتړ کاوه.

ایران همدارنګه هغو امریکايي ځواکونو ته چې د طالبانو رژیم یې نسکور کړ مرسته برابره کړه.

خو په وروستیو کلونو کې د ایران رژیم او طالبانو خپلو کې اړیکې ورغولې او له څه مودې راهېسې ددې وسلوالې ډلې مشران ایران ته تګ راتګ کوي.

له افغانستان سره اوږد تاریخ

امریکا پر ایران تور پورې کوي چې طالبانو ته ملاتړ برابروي، خو ایران دا تورونه ردوي.

تهران له طالبانو سره اړیکې تاییدوي، خو وايي دا په افغانستان کې د ایراني وګړو د خوندیتوب د ډاډمنولو او د سولې په بهیر کې د ګډون لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره دي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړپوړی جنرال فرنک مکینزي وايي، په افغانستان کې د ایران په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی چې دغلته یې امریکايي ځواکونو ته خطر زیات کړی دی.

مکینزي چې تېره اونۍ افغانستان ته تللی و وايي، هلته یې د ایران له خوا د ناوړه مداخلې یو اندېښمنونکی بهیر کتلی.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړپوړی جنرال فرنک مکینزي
د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړپوړی جنرال فرنک مکینزي

جنرال مکینزي وايي: "ایران تل افغانستان کې یو څه فعالیتونه لرل، خو ښايي اوس یې فرصت لیدلی وي څو موږ او زموږ ایتلاف پسې دلته د نیابتي ځواک له لارې راشي."

دې لوړ پوړي امریکايي جنرال زیاته کړې: "په داسې حال کې چې موږ وړاندې ځو په افغانستان کې (د ایران دې مداخلې) ډیر اندېښمن کړي یوو."

اسماعیل قانع چې د ایران د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلېماني له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی دی، افغانستان سره اوږده ماضي لري.

دې 63 کلن جنرال په 2018 میلادي کال کې افغانستان یو مرموز سفر کړی و.

په همدې کال قانع کابل ته هم تللی و.

په 1980 یمو کلونو کې هم قانع په افغانستان کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواک د فعالیتونو مشري کوله.

په 1990 یمو کلونو کې قانع پخوانۍ شمال ټلوالې ته چې له طالبانو سره په جګړه بوخت وه، د لوژیستیکي، مالي او پوځي ملاتړ په برابرولو کې ښکېل و.

کله چې په سوریه کې کورنۍ جګړه ونښته، باور کېږي چې قانع په شخصي توګه د فاطیمون د لښګر په جوړولو کې ښکېل و.

XS
SM
MD
LG