د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

څېړونکي: د فاطمیون ډله اوس د افغانستان کورني امنیت ته ګواښ دی


د فاطمیون مرکز
د فاطمیون مرکز

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر پخواني یو شمېر کارکوونکي وايي، د فاطمیون لښکر چې د ایران په ملاتړ فعالیت کوي د افغانستان د کورني امنیت لپاره ګواښ دی.

یو شمېر څېړونکي او د ملي امنیت شورا پخواني کارکوونکي د غزني او ارزګان ولایتونو په جګړو کې د ایران لاس‌وهنو ته په اشارې سره وايي، د فاطمیون ډله دا وخت د افغانستان کورني امنیت ته ګواښ دی.

څېړونکی او د افغانستان د ملي امنیت شورا د ګواښونو د ارزیابۍ پخواني رئیس ارین شریفي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا د فاطمیون ډلې د فعالیت په اړه جوړه شوې وویل، د هغو زرګونو افغانانو څخه چې د فاطمیون د لښکر برخه ده ځينې یې اوس په افغانستان کې دي.

فاطمیون
فاطمیون

نوموړي زیاته کړه:

"د فاطمیون لښکر دا وخت افغانستان ته بالفعل نه بلکې بلقوه ګواښ دی ډېری هغه افغانان چې د فاطمیون لښکر غړي دي له ایرانه ایستل شوي او د اوسېدو ځایونه يې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې له ډلې په کابل، بامیانو او هرات کې ځانګړي دي."

ښاغلي شریفي وویل، د ۲۰۱۷ میلادي کال په منځ کې له ۱۴ زرو څخه تر ۲۱ زرو پورې افغانان د فاطمیون په لښکر کې وو چې تر ډېره په سوریه، عراق کې په جګړو بوخت وو.

دی وايي، د فاطمیون په لښکر کې شامل افغانان کولای شي افغانستان ته له راګرځېدو سره د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ متوجې کړي، خو دی وايي چې افغان حکومت تر اوسه په‌دې اړه لازم اقدامات نه‌دي ترسره کړي.

له دې سره بل افغان څېړونکي او په امریکا کې د خط مشي په نوم د یوې مجلې مسوول وايي، په سوریه کې د جګړو له کموالي سره د فاطمیون ډلې فعالیت هم کم شوی دی.

دی وايي، له دوه میلیونو څخه تر دری میلیونو پورې افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي ځينې یې د فاطمیون په ګټه له جګړو ستانه شوي او اوس تر تأثیر لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ایران له‌خوا د افغانانو د سوريې جنګ ته د لېږلو او د فاطمیون د لښکر له خوا د دوی د جنګېدلو راپورونه خپاره او په اړه يې اندیښنې ښودل شوي دي.

د راپورونو له مخې فاطمیون ډله د ایران د سپاه پاسداران تر لاس لاندې هغه ډله ده چې په ایران کې د مېشتو افغانانو څخه جوړه شوې او غړي يې سوريې ته د جګړې لپاره لېږل کېږي.

بل خوا د افغانستان د خلکو د محور د سیاسي جریان د دارالانشاء رئیس احمد بلوچ زاده ادعا کوي چې ایران په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د جنګېدو لپاره خلک جذبوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ چې کله په دې اړه څېړنې وکړې چې ایران جلب و جذب له کومه ځایه کوي؟ یوه برخه يې د پولیسو او اردو له لیکو ده هغه کسان چې وظیفې يې پریښي او زده کړې يې لیدلي وې د اړیکو څخه په استفادې دوی لارښونې اخلي."

دی وايي، ایران د پخوانیو جنګیالیو تر څنګ د توریستي او سیاحتي شرکتونو او مدرسو له لارې هم نوي خلک جذبوي.

له دې سره په امریکا کې مېشت د خط مشي مجلې مسوول احمد شجاع وايي، هغه افغانان چې د فاطمیون په لښکر کې وو او اوس افغانستان ته راستانه شوي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې که ورته پاملرنه ونه شي ممکن په لویه ستونزه بدل شي.

XS
SM
MD
LG