د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

دفاع وزارت افغانستان ته د فاطمیون ډلې د غړو د راتګ راپورونه بې‌بنسټه وبلل


ارشیف، د سوریې په یوه کمپ کې د فاطمیون د ډلې افغان جنګیالي
ارشیف، د سوریې په یوه کمپ کې د فاطمیون د ډلې افغان جنګیالي

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل چې ګوندې د سوریې له جګړې څخه د فاطمیون لښکر افغانستان ته راستون شوی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان ته د سوریې له جګړې د فاطمیون د لښکر د راستنېدو راپورونه ورکړل شوي، د افغانستان دفاع وزارت دا راپورونه ردوي او په اړه‌یې د څېړنو خبره کوي.

د دې وزارت ویاند قیس منګل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل:

"د فاطمیون د ډلې په اړه دفاع وزارت هېڅ نظر نه‌لري او دا موږ ردوو، په دې اړه موږ خپلې څېړنې کوو او معلومات به‌يې وروسته له تاسې سره شریک کړو، خو اوس دومره وایم چې افغانستان ته د فاطمیون راتګ ردوو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسوشیټېډ پرس خبري اژانس راپور خپور کړ چې لسګونه زره افغانان چې د ایران حکومت د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره روزلي او استخدام کړي وو، د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې له ګډون وروسته افغانستان ته د راستنېدو په حال کې دي.

دا افغانان چې تر ډېره د افغانستان په شیعه اقلیت پورې تړلي، د ایران د پوځي ملېشو له‌خوا د نسبتاً لوړو تنخواګانو د ژمنې په بدل کې دې جګړې ته استول شوي وو.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د مهدي په نوم له یوه ځوان سره چې د سوریې له جګړې څخه خپل ټاټوبي هرات ته راستون شوی او نه‌غواړي چې بشپړ نوم‌یې افشا شي، هم خبرې کړي.

مهدي چې اوس ۲۱ کلن دی، وايي چې په افغانستان کې وېرېږي، ځکه ده ته د ترورېست په سترګه کتل کېږي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک د اسد د واکمنۍ د خوندي کولو لپاره خپل سلګونه سرتېري او له افغانستان، پاکستان، عراق، لبنان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه هم د ځوانانو ډلګۍ استخدام کړي او دې جګړې ته‌یې استولې دي.

د تېر لمریز کال د سلواغې په پنځمه د امریکا متحده ایالاتونو پر فاطمیون او زینبون ډلو چې افغانان او پاکستانیان په‌کې د ایران په ګټه جنګېږي، بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچين د دغو بندیزونو د اعلان په بیان کې ویلي وو چې د ایران رژیم په دې هېواد کې دېره کډوال له خپلو حقونو محروموي او په سوریه کې یې جنګوي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په تازه راپور کې د یو افغان څارونکي له قوله لیکل شوي:

"په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د نږدې ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې چټکې کړې دي، ایران ښايي له دې پخوانیو جنګیالیو څخه په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په مقصد کار واخلي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، دغه وزارت او د ملي امنیت شورا په دې اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې په دې اړه باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معلومات ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا له پرله‌پسې هڅو زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي، په دې کې شک نه‌شته چې د فاطمیون وسله‌واله ډله دې افغانستان ته داخله شوې وي، خو دوی وايي چې د افغانستان سیاسیون او په حکومت کې دننه ځينې کړۍ له دغه ډول ډلو څخه ملاتړ کوي.​

افغان شنونکی محمداګل مجاهد

​له دې ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه چې دننه په حکومت کې داسې کړۍ شته چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر له دغه ډول ډلو لکه له فاطمیونه ملاتړ کوي، خو افغان حکومت مکلف دی چې قانون په ټولو یو شان عملي کړي او دغه ډول وسله‌والې ډلې چې امنیت ته ګواښ پېښوي، بې‌وسلې او د قانون منګولو ته‌يې وسپاري."

ښاغلی مجاهد له حکومته غوښتنه کوي چې نه‌یوازې له فاطمیون، بلکې باید له ټولو هغو وسله‌والو ډلو سره چې د نړۍ او افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي، ورته چلند وشي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG