د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

الکوزی: ایران په لشکر فاطمیون سره غواړي افغانستان کې خپل ۲ هدفونه تعقیب کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون د ایران له‌خوا د افغانستان په یو شمېر هزاره‌جاتو سیمو کې د لشکر فاطمیون وسله‌والې ډلې د ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ایران په افغانستان کې د دغه ډلې د ځای پر ځای کولو هڅه کوي.

د دغه کمېسیون رئیس هاشم الکوزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، په‌دې سره ایران غواړي په افغانستان کې خپل دوه هدفونه تعقیب کړي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

نوموړی وايي:

"​که طالبان سوله وکړي او له افغان حکومت سره یوځای شي، نو ایران به کوښښ کوي چې دلته د فاطمیون په ځای پر ځای کولو سره د خپلې خوښې یوه ډله ولري.

  • بله مسئله د اوبو د بندونو ده چې ایران غواړي په‌دې سره د افغانستان د اوبو بندونه ناامنه کړي، زه فکر کوم چې د افغانستان د هزاره مېشتو سیمو په ناامنیو کې ایران او لشکر فاطمیون هم لاس لري."

په افغانستان کې د اوبو د بندونو مسئله هغه څه دي چې په اړه‌يې په‌دې وروستیو کې ایران غلی نه‌دی پاتې شوی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په‌دې اړه ویلي و چې هېواد به‌یې په ګاونډ په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د افغانستان په مرکزي سیمو کې د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې ویلي، ځینې فرضیې موجودې دي چې ګوندې هغه طالبان چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، په‌دغو سیمو کې په حملو سره د فاطمیون ډلې ځای پر ځای کولو ته زمینه برابروي.

خو نوموړي ویلي چې د هزاره مېشتو سیمو اوسېدونکي پوهېږي چې سیمې يې د فاطمیون لښکر ته اړتیا نه‌لري او افغان ځواکونه او نړیوال ملاتړي يې کولای شي د دغه سیمو امنیت وساتي.

لشکرفاطمیون
لشکرفاطمیون

فاطمیون هغه وسله‌واله ډله ده چې د ایران د سپاه پاسدران له‌خوا جوړه شوې او په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ جنګېږي.

د راپورونو له مخې دغه وسله‌واله ډله په ایران کې له افغان کډوالو جوړه شوې ده چې لوړ معاشونه، د ایران تابعیت او کورنیو ته‌يې په هغه هېواد کې د زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د افغانستان د امنیتي بنسټونو نظر هم ولري، خو بریالۍ نه‌شوه.

مخکې تر دې د افغانستان د ملي امنیت يو شمېر پخواني مسؤلینو هم ویلي چې د غزني او ارزګان په جنګونو کې ایران مسقیماً لاس درلود.

د افغانستان د ملي امنیت د اطلاعاتو د تجزیې او تحلیل پخواني رئیس اجمل بلوچ‌زاده د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ایران په یادو دوو ولایتونو کې د قومي جګړې لپاره طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړې دي.

وسله‌والو طالبانو په‌دې وروستیو کې د غزني په جاغوري او مالستان او د ارزګان په خاص ارزګان حملې وکړې چې د راپورونو پر بنسټ لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته او زرګونه نور د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شو.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې که افغان حکومت لشکر فاطمیون او نورې وسله‌والې ډلې له پیدايښته ونه‌ټکوي، په راتلونکي کې به افغانانو ته یو بل سرخوږی جوړ کړي.

حی ګل سلیمان خېل
حی ګل سلیمان خېل

له ډلې يې حی‌ګل سلیمان‌خېل ازادي راډيو ته وویل:

"افغان حکومت دې ورنه سترګې نه‌پټوي، وړاندې له دې چې دوی سره منسجم او منظم شي، افغان، ناټو او امریکايي ځواکونه‌یې باید له‌منځه یوسي او خنثی یې کړي، دوی باید په افغانستان کې ځای پيدا نه‌کړي او افغان حکومت‌يې له ټکولو او له‌منځه وړلو پرته بله لاره هم نه‌لري."

ښاغلی سلیمان‌خېل وايي، که دغه ډلې په افغانستان کې ریښې وځغلولې، نو د دغه هېواد د امنیت تر څنګ به سترې اقتصادي پروژې او د اوبو او برښنا بندونه هم له خطر سره مخ شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي هم له حکومته غواړي چې په دې اړه راپورونه بابېزې ونه‌ګڼي او پرېنه‌ږدې چې د فاطمیون لښکر په افغانستان کې د پښو ځای پیدا کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG