د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

له مالستان او جاغوري، غزني ښار ته راکډه شوي ډېری کډوال ناروغان دي


د غزني له جاغوري او مالستان څخه غزني ښار ته راکډه شوي کډوال وايي، د نورو ستونزو تر څنګ‌یې یوه ستونزه د کورنیو د غړو ناروغه کېدل دي چې له هوا، اوبو او خوړو سره د نابلدتیا له امله ورپېښې شوې دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، د بړستنو او نالیو د نه‌درلودلو له امله په سړو ځایونو کې اوسېدل هم هغه ستونزه ده چې ډېری ماشومان‌یې د زکام، تبې او سکاروي په ناروغیو اخته دي.

د غزني ښار ته څېرمه په ثقافت ماڼۍ کې د دغه کډوالو په کمپ کې د سیار کلینیک ډاکتران چې د دغه کډوالو د درملنې له‌پاره کار کوي وايي، دلته ډېری ښځې او ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکتر حسن وردګ ازادي راډیو ته وویل:

"له تېرو اتو ورځو د ورځې له یو نیم سل تر دوه سوه پورې د ښځو او ماشومانو درملنه کوو چې ځیني یې په نسناستي، ټوخي، سینه‌بغل، تبې او ځینو نورو ناروغیو مبتلا دي."

په‌دغه کمپ کې چې زیاته برخه‌یې ښځې او ماشومان دي.

د ښځینه ناروغیو ډاکترې نظیفې بیا ازادي راډیو ته وویل:

"په‌دغه ځای کې ډېری مېرمنې له ځینو ښځینه ناروغیو څخه کړېږي او دا چې ځینو حامله مېرمنو یې خپل ماشومان بې‌مودې ضایع کړي هم دي."

بل لور ته د عامې روغتیا چارواکي ډاډ ورکوي چې د دغه کډوالو د درملنې له‌پاره یې پوره تدابیر نیولي دي.

په غزني کې د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل ډاکتر محمد نسیم ازادي راډیو ته وویل:

"یو شمېر روغتیايي ټیمونو ته‌یې دنده سپارلې ده چې د دغه کډوالو د روغتیا په برخه کې کار وکړي."

په غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په وینا، تر اوسه پورې د غزني له جاغوري او مالستان او د ارزګان له خاص ارزګان ولسوالیو څخه تر دوه نیم زرو پورې کورنۍ د جګړو له امله غزني ښار ته راګډه شوې دي چې څه برخه‌یې د غزني په ځینو مساجدو او تر ۳۰۰ پورې کورنۍ یې د غزني په ثقافت ماڼۍ کې مېشت دي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG