د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

دفاع وزارت: د مالستان او جاغوري ولسوالیو کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې چې په‎دې وروستیو کې ورڅخه د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي، د وسله‎والو طالبانو حملې په شا تمبولي دي.

دفاع وزارت وایي، د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د وسله‎والو طالبانو د ګواښونو د له‎منځه وړلو لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.

دغه څرګندونې د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید تېره شپه ازادي راډیو ته وکړې او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز محمد شریف یفتلي به نن جاغوري ته لاړ شي او د جګړې قومانده به په خپله په لاس کې واخلي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

دی وايي:

"نن «دوشنبه» موږ جاغوري ته په شپږو پروازونو کې اضافي سرتېري او د ډاکتر شاه جهان په مشرۍ یو پلاوی هم واستاوه. په‎دې اضافي سرتېرو کې د ملي امنیت، همدارنګه د افغان کمانډو ځانګړي ځواکونه شامل دي. سبا به د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز خپله سیمې ته لاړ شي او هلته به د جګړې قومانده خپله په غاړه واخلي."

د ښاغلي جاوید په وینا په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته په‎کې درنه مرګ ژوبله رسېدلې، خو دقیق شمېر یې څرګند نه‎کړ.

د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د راپورونو له مخې د غزني په‎دې دوو ولسوالیو کې په جګړو کې د افغان کمانډو ځواکونو په ګډون په لسګونه د امنیتي ځواکونو غړي او ملکي وګړي وژل شوي، ایا په‎دې اړه دقیق ارقام شته؟

د دفاع وزارت ویاند ښاغلي جاوید وویل:

"بدبختانه په جګړه کې تلفات وي. موږه تلفات لرل، خو د تلفاتو رقم هغسې چې د ولایتي شورا چارواکي یا نور یې ورکوي هغه دقیق نه‎دي. د تلفاتو د دقت لپاره او همدارنګه د دې لپاره چې روښانه شي چې څومره ملکي وګړي او څومره د افغانستان د وسله‎وال پوځ شهیدان یا ټپیان لرو د هغې لپاره هم څېړنې روانې دي. هر وخت چې دغه څېړنې بشپړې شوې هغه رقم به له تاسو سره شریک کړو."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د خبریالانو یوه کوچنۍ ډله‌یې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ ته تللې وایي چې یوازې د یکشنبې او دوشنبې د ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۳۰ کمانډو ځواکونه او د محلي پولیسو ۵۰ غړي وژل شوي دي.

د غزني د جاغوري او مالستان او دغه‌راز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالیو چې اکثریت وګړي یې هزاره‎ګان دي، د امنیت د ټینګښت لپاره پرون په کابل کې په سلګونه کسان ارګ ته نږدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.

د مظاهرې له پای ته رسېدو سره سم د ملک اصغر په څلورلاري کې په یوه ځانوژونکي حمله کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او شااوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

وسله‎والو طالبانو په داسې حال کې پر دې ولسواليو او د فراه ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم په‎دې وروستیو کې حملې شدیدې کړې چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سولې د هڅو دوهم بهیر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG