د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ولسمشریزو ټاکنو ته له وخته مخکې کمپاینونو د فیفا مسؤلین اندېښمن کړي


راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د یو شمېر احتمالي نوماندانو له لوري له وخته وړاندې د ځان په ګټه کمپاینونو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا مسؤلین اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې لا هم د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو مهالوېش نه‌دی اعلان شوی او د دغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پنځه میاشتې پاتې دي، خو پر انتخاباتو ناظر بنسټونه له وخته وړاندې د ولسمشرۍ انتخاباتو د احتمالي نوماندانو د کمپاینونو پیل اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۱» په یوه خبري غونډه کې وويل، له وخته وړاندې ټاکنیزې سیالۍ او له حکومتي سرچینو ګـټه اخیستنه انتخاباتي سرغړونه ده.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"له بده مرغه موږ د کمپاینونو یا هغو چارو شاهدان یوو چې له وخته وړاندې د کمپاینونو بڼه ښيي او دا له قانون سره په ټکر کې دي او باید مخنیوی یې وشي او ټاکنیز کمېسیونونه دې یوازې د دې صحنو ناظر نه‌وي او سترګې دې پرې نه‌پټوي."

د انتخاباتو د قانون له مخې، ولسمشریزې ټاکنیزې سیالۍ له دغې پروسې دوه میاشتې وړاندې پیلېږي.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو موده د راتلونکې حمل ۳۱مه یعنې پنځه میاشتې وروسته ټاکلې، خو لا هم د دغو انتخاباتو رسمي نېټه نه‌ده اعلان شوې.

له دې وړاندې د دغه کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي ویلي وو چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو نوم لیکنه به د قوس په ۲۴مه پیل او د جدي تر ۹مې به دوام ولري.

د دغه کمېسیون د مسؤلینو په وینا، د ولایتي شوراګانو انتخابات به هم له ولسمشریزو انتخاباتو سره هم‌مهاله ترسره شي، خو د غزني ولایت او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ستونزو له حل وروسته ترسره کړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له رانږدې کېدو سره سم یو شمېر سیاسي څېرو د انتخاباتي ټکټونو د جوړولو لپاره هم لیده کاته پیل کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بلوم برګ امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې نوماند دی، ځکه غواړي چې خپل پاتې نیمګړي کارونه بشپړ کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، تر هغه چې احتمالي نوماندانو له دغه کمېسیون سره ځان نه‌وي ثبت کړی، فعالیتونه‌یې د کمپاین په ډول نه‌شمېرل کېږي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل:

"قانون وضاحت لري، تر هغه چې په رسمي ډول یو نوماند له دغه کمېسیون سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوم‌لیکنه ونه‌کړي، تر هغه پورې به هېڅ فعالیت او چارې ته‌يې له وخته وړاندې کمپاین نه‌ويل کېږې، خو هغه وخت چې په کمېسیون کې ېې نوم‌لیکنه وکړه، له هغه وروسته نه‌شي کولای چې کمپاین وکړي."

د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له ډلې يې کبیر رنجبر وایي، د ولسمشرۍ انتخاباتو د کمپاین موده معلومه ده او له هغې مخکې د خلکو هر ډول سیاسي راټولېدنه او رسنیز مبارزات د انتخاباتو له قانونه ښکاره سرغړونه ده.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG