د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د غزني، ارزګان او دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو په کابل کې مظاهره وکړه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د غزني، ارزګان او دایکنډي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د خراب امنیتي وضعیت له امله په کابل کې مظاهره وکړه.

دوی وايي چې له څو ورځو راهیسې د ارزګان په خاص ارزګان او د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي.

مظاهره‌چیانو چې شمېر یې شااوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېده، بېګاه شپه ۱۰ بجې د ارګ مخې ته په پښتونستان واټ کې سره راټول شوي وو او له حکومته‌یې په خپلو سیمو کې د امنیت د خوندیتوب په اړه ځانګړې غوښتنې درلودې.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي علي رضا د دوی غوښتنې داسې بیان کړې:

"د جګړې له امله بې‌ځایه شویو او ټپیانو ته رسېدنه، د چټکو عملیاتو پيل او د خاص ارزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د محاصرې ماتول، په یادو ولسوالیو کې د ملي اردو د کنډکونو ځای پر ځای کول او د خاص ارزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو مواصلاتي لارو د امنیت تأمینول."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې خاص ارزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو کې جګړې روانې دي چې په جاغوري ولسوالۍ کې لس افغان کمانډو ځواکونه وژل شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د غزني له استازو سره په کتنه کې ویلي وو چې د غزني ولایت د وروستیو نا امنیو لپاره تدابیر نیول شوي او افغان پوځیان به ژر د وسله‎‌والو د له‌منځه وړلو لپاره عملیات وکړي.

د مظاهرې په شااوخوا کې کلک امنیتي نیول شوي وو چې کابل ښاریان‌یې له ستونزو سره مخ کړي او حتی د مظاهرې سیمې ته نږدې ټولې دولتي ادارې تړل شوې وې.

له معترضینو سره د ولسمشر له ټيليفوني اړیکې وروسته د کابل مظاهره پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې د عمومي غونډې په ازاد بحث کې هم د غزني او ارزګان د یو شمېر ولسوالیو په امنیتي وضعیت زیات بحثونه وشول.

له بحثونو وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پرېکړه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ به په دې اړه ځانګړې غونډه راوبولي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"د چهارشنبې په ورځ د خاص ارزګان، مالستان او جاغوري ولسوالیو او د کندز ولایت د امنیت په اړه غونډه نیسو او امنیتي چارواکي ورته رابولو."

بل‌خوا د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې جاغوري او مالستان ولسوالیو ته د دښمن د ماتولو لپاره تازه دمي کمانډو او نور سرتېري استول شوي دي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پلان شویو تدابیرو له مخې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان ولسوالیو کې امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې راشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG