د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

مظاهره‌چیان: حکومت دې په غزني او ارزګان کې د طالبانو په وړاندې عملیات وکړي


په کابل کې سلګونه کسانو په اعتراضونو لاس پورې کړی او له حکومت څخه غواړي چې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې دې د وسله‌والو طالبانو پر ضد پراخ هوايي عملیات وکړي.

وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو چې هزاره مېشتې ولسوالۍ دي، ناڅاپي بریدونه پیل کړي او د معترضینو په وینا دغلته ولسي خلک وژلي.

معترضین همدارنګه ادعا کوي چې مالستان ولسوالۍ طالبانو نیولې.

دوی پر حکومت تور لګوي چې د وسله‌والو د بریدونو د شا تمبولو په برخه کې بې‌پروايي کوي.

بل‌خوا د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"د مالستان ولسوالۍ د سقوط خبرونه دروغ دي او ادعا یې وکړه چې دا ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په هدیره بدله شوې ده."

ښاغلي مرتضوي پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه همدارنګه لیکلي دي:

"د جاغوري ولسوالۍ ته هم د هلیکوپټرو په ملتیا مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي."

د مظاهرو له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي، اعتراض کوونکي ډېری یې هزاره ټبري دي چې یو شمېر یې له غزني او ارزګانه هم کابل ته ورغلي.

دا اعتراضونه تېره شپه لس بجې پیل شول او مظاهره‌چیان چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي د کابل په پښتونستان واټ کې راټول شول.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د غزني د ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره‌یې جدي تدابیر نیولي دي.

حمدالله محب پرون په ولسي جرګه کې د غزني د استازو سره وکتل او د دې ولایت د امنیتي وضیعت په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG