د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د غزني د مالستان چارواکي: که مرسته ونه‌شي، نو مالستان سقوط کوي


د غزني د مالستان چارواکي خبرداری ورکوي چې که د سیمې امنیتي ځواکونو ته پوځي مرستې ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده.

د غزني په مالستان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې او جګړې دوام لري.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته ویلي چې که دغې ولسوالۍ ته په وخت اړینې پوځي مرستې ونه رسېږي او هوایي ځواکونه یې ملاتړ ونه کړي، مالستان به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په دغې ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې جګړې پیل شوې دي.

د غزني د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د سختو جګړو په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د ولسوالۍ د ودانۍ په درې سوه مترۍ کې روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا غړي محمد نعیم توحیدي نن ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"موضوع دا ده چې که هوایي مرسته ونشي، سل فیصده ویلای شم چې دا ولسوالي سقوط کوي."

ښاغلی توحیدي وایي، په دغو جګړو کې هم افغان ځواکونو او هم وسله والو طالبانو ته تلفات اوښتي دي.

د مالستان د خلکو استازی وایي، که څه هم افغان ځواکونه تلفات لري، خو امنیتي چارواکي د سرتېرو د روحیې د ساتلو لپاره ارقام نه ښيي .

نعیم توحیدي زیاته کړه :

"سختې نښتې روانې دي، په تېره بیا تېره شپه جګړه دومره سخته وه چې طالبان وتوانېدل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه لاسي بم وغورځوي، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو مرګ ژوبله درلوده."

د مالستان ولایتي شورا وایي، هغوی د ولسمشر دوهم مرستیال او نورو امنیتي ارګانونو ته احوال ورکړی دی چې افغان قواوو ته په بېړني ډول مرسته ورسوي.

بل خوا د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي نن په کابل کې په یوې خبري غونډه کې تأیید کړه چې افغان ځواکونه په مالستان او جاغوري کې مرګ ژوبله لري، خو جزیات یې ورنه کړل.

شریف یفتلي
شریف یفتلي

جنرال یفتلي وویل:

"موږ مالستان او جاغوري ته نور سرتېري لېږلي او ډېر ژر به په غزني کې پوځي عملیات پیل کړو."

دا څرګندوني داسې مهال کېږي چې په کابل کې سلګونو کسانو په مظاهرو لاس پورې کړی او له حکومته غواړي چې په غزني او ارزګان کې د وسله والو طالبانو پرضد جدي اقدامات وکړي.

دوی دغه راز په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې پر طالبانو د پراخو هوایي عملیاتو غوښتنه کوي .

راپورونه وایي، دغې جګړې د سیمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي، دغه بېځایه شوي په عین حال کې د ژمي په سړو شپو ورځو کې بشرو مرستو ته هم اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG