د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

له وسله‌والو د جاغوري او مالستان پاکول د دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه دي


د غزني دوه نسبتاً ارامې ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د وسله‌والو له پراخو بریدونو سره مخ دي.

  • مالستان او جاغوري

مالستان او جاغوري ولسوالۍ د تېرې اوونۍ راهیسې له یو داسې وضعیت سره مخ دي چې په تېرو څو کلونو کې یې نه‌و تجربه کړی.

د غزني د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی غوښتنه پر وسله‌والو د هوايي بریدونو زیاتول او دې ولسوالۍ ته د اضافي ځواکونو استول دي.

نوموړي وویل:

"د ولسوالۍ اداره، امنیه قومانداني او د ولسوالۍ بازار، همدا د جګړې لومړۍ کرښه ده، په ادارې او بازار کې دولتي اداره او په ۳۰۰ مترۍ کې دښمن. جګړه روانه ده. باید هوايي بریدونه وکړي او اضافي ځواکونه واستوي."

ازادي راډیو د مخابراتي ستونزو له کبله ونه‌توانېده چې د جاغوري له چارواکو سره تماس ونیسي، څو هغوی د خپل وضعیت په اړه ووايي.

هغه څه چې د مالستان ولسوال تأیید کړل دا دي چې که دا وضعیت دوام وکړي د دې ولسوالۍ د سقوط خطر شته.

  • د دفاع وزارت هڅې

خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ردوي چې ګوندې مالستان او جاغوري ولسوالۍ دې د سقوط له ګواښ سره مخ وي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د غزني امنیتي وضعیت کنټرول د دولت د مسؤلیتونو په سر کې دی.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد

نوموړی وايي:

"دا مهال د غزني جاغوري او مالستان امنیتي وضعیت لومړیتوب لري، وروسته بیا کندز، فراه او نور ولایتونه دي. یعنې د دفاع وزارت او د هېواد د ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو د کارونو په سر کې د دې دوو ولسوالیو د امنیتي وضعیت کنټرول دی. په خپله ولسمشر دا موضوع تعقیبوي."

د دفاع وزارت ویاند همدارنګه په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه هم رد کړل.

تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې یوازې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په جاغوري کې ۳۰ تنه کمانډو او ۵۰ ملي او سیمه‌ییز پولیس وژل شوي.

په مالستان ولسوالۍ کې هم په تېرو څو ورځو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي، خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، درانه تلفات د حکومت مخالفو وسله‌والو ته اوښتي او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره کمه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ له کمانډو او امنیتي سرتېرو شپږ-اووه کسان شهیدان شوي. که موږ ۱۵۰ تنه تلفات درلودل، نو دواړو ولسوالیو سقوط کاوه. دا موضوع موږ کاملاً ردوو، دښمن درانه تلفات لیدلي او د سیمې له تصفیې او بشپړې څېړنې وروسته به تاسو سره د تلفاتو ټولې شمېرې شریکې کړو."

د مالستان او جاغوري ولسوالۍ د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ ته څېرمه پرتې دي.

دا سیمه په وروستیو څو ورځو کې د ناامنیو شاهده وه چې له کبله‌یې د غزني د کډوالو د ادارې په وینا تر زرو زیاتې کورنۍ ګاونډیو سیمو ته کډه شوې دي.

ویل کېږي چې سختو بارانونو غزني ته د هوايي اکمالاتو بهیر ورو کړی.

په داسې حال کې چې افغان چارواکو په تېرو دوه-درې ورځو کې دغلته د جګړې په وضعیت کې د بدلون خبره کوله، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې د ژمي په رارسېدو او د هوا په سړېدو به د مالستان او جاغوري جګړه تر څه وخته پورې دوام وکړي؟

XS
SM
MD
LG