د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د غزني اوسېدونکي: دولت دې د ډیسي توپونو توغولو پر ځای پوځي عملیات وکړي


د غزني اوسېدونکي په غزني کې د ملي اردو له لوا او نورو قرارګاوو څخه د ډیسي توپونو له ویشتلو څخه سرټکوي او وايي، دغه توپونه د وسله‎والو مخالفینو د پټن‎ځایونو تر څنګ د ولسي خلکو په کورونو هم لګېږي.

دوی وايي، ډېری وخت یې له امله ښځو، ماشومانو او یا هم نورو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"که دولت غواړي چې وسله‎وال وځپي، د دې پر ځای چې دغه توپونه وتوغوي، پوځي عملیات دې ترسره کړي."

د غزني دولتي چارواکي هم مني چې له لوا او د ملي اردو له قرارګاوو څخه د غزني د ولسوالیو پر لور دغه درانه توپونه توغول کېږي، خو وايي یوازې د دولت وسله‎والو ته مرګ ژوبله اړوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د وسله‌والو د ځپلو له‌پاره دا یوه مؤثره وسله ده او باید استعمال شي."

د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزی

که دولتي چارواکي مني چې دغه توپونه ښه پرېمانه توغوي او یوازې وسله‌وال‌يې له امله وژل کېږي، نو د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي ازادي راډیو ته بیا د خپل ځان د ټپي کېدو او د سترګو لیدلی حال بیانوي او وايي:

"زمو د کور د همسایه ګانو پر کور ولګېده، یو تن یې وواژه او بل‌یې سخت ټپي کړ، زه هم په‌کې ټپي شوم."

دا په‌داسې حال کې ده چې د غزني له لوا او د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ د ملي اردو له قرارګاه څخه تقریباً لسګونه ډیسي توپونه هره شپه د غزني ولسوالیو ته توغول کېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG