د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

دنیا: پر ایران د امریکا له بندیزونو سره سم د طالبانو جنګي ستراتېژي بدله شوې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې په‌دغه لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ په افغانستان کې د روان امنیتي او سیاسي وضعیت، د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د انتخاباتو او د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې جنرال دوستم خلیل‌زاد ته ویلي چې د سولې د پروسې په برخه کې ګټور رول لوبولی شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې عالي شورا تر څنګ باید د سولې په پروسه کې یو شمېر ګوندونه او سیاسي شخصیتونه هم سهیم شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، روسیه وايي امریکا د افغانستان ستونزې نه‌شي هوارولی.

ویسا لیکي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه په افغانستان کې له امریکا سره هېڅ ډول سیالي نه‌پالي، خو له خپلو سرحدونو او ملي ګټو دفاع کوي.

روسیه وايي امریکا د افغانستان ستونزې نه‌شي هوارولی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې کابلوف په روسیه کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې ستونزې نه‌شي هوارولی، بلکې په خپله ستونزې جوړوي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې کابلوف ویلي، طالبانو د مسکو په دوهمه ناسته کې هم د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی، خو د مطلب لیکونکی لیکي چې د مسکو د دوهمې ناستې په اړه تر اوسه جزئیات نه‌شته.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د یو شمېر شنونکو په حواله لیکلي چې پر ایران د امریکا له بندیزونو سره سم د طالبانو جنګي ستراتېژي بدله شوې ده.

په مطلب کې راغلي، دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې طالبانو د غزني د مالستان او جاغوري په ګډون په هزاره مېشتو سیمو برید کړی.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې شنونکي وايي، پر ایران د امریکا له تازه بندیزونو وروسته په افغانستان کې هغه سیمې هم له ناامنه کېدو سره مخ دي چې امریکا یې د خپل مأموریت په دوره کې د افغانستان په کچه تر ټولو امنې سیمې ګڼي.

  • اصلاح

خو اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو لیکلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د یادو ولسوالیو امنیت په ټینګ شي او له دې امله نور ځواکونه هم یادو سیمو ته استول شوي دي.

اصلاح د دفاع وزارت د لوی درستیز شریف یفتلي په حواله هم لیکلي چې اوس په یادو سیمو کې امنیت تر کنټرول لاندې دی.

XS
SM
MD
LG