د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

اجمل بلوچ زاده:‌ ایران په افغانستان کې د مذهبي جنګ په لټه کې دی


د افغانستان د ملي امنیت يو شمېر پخواني مسؤلین وايي، د غزني او ارزګان په جنګونو کې ایران مسقیماً لاس درلود.

د افغانستان د استخباراتو يو شمېر پخواني مسؤلین د غزني او ارزګان په جنګونو کې د ایران له مداخلې پرده پورته کوي.

د ملي امنیت د اطلاعاتو د تجزیې او تحلیل پخواني رئیس اجمل بلوچ زاده د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ایران په یادو دوو ولایتونو کې د قومي جګړې لپاره طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړي دي.

ښاغلی بلوچ زاده وايي، په غزني او ارزګان ولایتونو کې له طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه کافي اسناد لري، خو په خبره یې چې د دغو اسنادو د محرمیت له امله اوس نه غواړي چې دغه اسناد له رسنیو سره شریک کړي.

اجمل بلوچ زاده
اجمل بلوچ زاده

دی زیاتوي:

"معلومات ښيي چې ایرانیان له دوو تکتیکونو ګټه اخلي، يو دا چې د ترورېزم له لارې هڅه کوي چې وښيي دلته مذهبي جګړه د بڼې خپلولو په حال کې ده او په دې وسیله غواړي چې د ټولنې يوه برخه وپاروي، دا شان له وسله والو مخالفینو لکه طالبانو ملاتړ کوي، ورته وسلې ورکوي او غواړي چې دوی له ځانه سره ولري."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې جګړه روانه ده چې پکې يو شمېر نظامیان او ملیکان وژل شوي او سلګونه کورنۍ هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي.

دغو دوو ولسوالیو ته تازه دمي سرتېري هم لېږل شوي دي.

د پنجشنبې په ماښام د ملي امنیت ریاست په يوه خبرپاڼه کې رسنیو ته وویل چې د دفاع وزارت د لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال او د ملي امنیت د ولایتي معین په ګډون، يو لوړ رتبه پلاوی د سلګونو کومانډویانو سره جاغوري ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو پر خاص ارزګان ولسوالۍ هم حمله وکړه چې په کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د ایران له مداخلو پرده پورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د هېواد د لوېدیځو ولایتونو ځينو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ایران د اوبو په لویو بندونو د حملو لپاره طالبان تمویل او تجهیز کوي.

ځینو امریکايي چارواکو له ډلې یې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم څه موده وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې ایران د سپاه پاسداران له لارې په افغانستان کې له طالبانو سره مرستې کوي.

د امریکا د مالیې وزارت او څو عربي هېوادونو په ګډه د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو د ډلې شپږ غړي چې قوماندانان یې هم پکې دي او د ایران د سپاه پاسدران دوه غړي د ترورېستي فعالیتونو او له ایران سره د اړیکو له امله په تور لېست کې شامل کړل.

دا شان د فراه ولایت د ځينو برخو له سقوط وروسته د دغه ولایت د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد ویلي وو چې ایران په فراه ولایت کې له طالبانو ملاتړ کوي او د دغه ولایت په ناامنیو کې لاس لري.

خو ښاغلی شیرزاد د جمعې په ورځ په فراه ولایت کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته له دندې لېرې شو.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ویلي چې د اسنادو د نه موجودیت له امله، د ایران له خوا د ترورېستي ډلو د ملاتړ په تړاو ادعاوې نه تأیید او نه هم ردوي، خو وايي چې په افغانستان کې د ځینو شومو پلانونو ترشا د ایران لاس دی.

د افغانستان حکومت که څه هم پاکستان په کراتو د ترورېستي ډلو په ملاتړ تورن کړی، خو له ایران سره په اړیکو کې محتاطانه مخته تللی او تل يې په ښو اړیکو ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د ارزګان ولایت ځیني استازي وايي چې د دغه ولایت طالبان له ایرانه دستور اخلي.

د دغو سناتورانو له ډلې حنیف حنفي وايي:

"دا يوه سوداګریزه او د ګټو جګړه ده، ایران هېڅ کله نه غواړي چې افغانان هوسا ژوند ولري، خو هواشینی په دې یم چې ځيني افغانان د ایران مزدروان دي او د ایران د ګټو لپاره کار کوي، زموږ هیله دا ده چې د ګاونډيانو د ګټو لپاره کار ونه کړي، تاسو خبر یاست چې هغوی طالبانو ته وسله او روزنه ورکوي."

هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاو په اړه د ایران د سفارت نظر هم ولرو، خو بریالي نشو.

له دې وړاندې ایراني چارواکو طالبانو ته د هر ډول مرستو ورکول رد کړي دي.

دغه ادعاوې د طالبانو له خوا هم تل رد شوي دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG