د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

په تېرو څلورو ورځو کې زر کورنۍ له جاغوري او مالستانه تېښتې ته اړې شوي


په تېرو څلورو ورځو کې زر کورنۍ له جاغوري او مالستان ولسواليو تېښتې ته اړې شوي او غزني ښار ته‌یې کډه وړې ده.

فاطمه او کورنۍ يې له هغو کسانو دي چې د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې تېښتې ته اړ شوي.

فاطمه چې په دې وروستیو کې کابل ته رارسېدلې، وايي چې تر درېیو شپو او ورځو وروسته‌يې وکړای شول چې خپل ځان خوندي ځای ته ورسوي.

دې ازادي راډيو ته وويل:

"نن کابل ته ورسېدو، درې شپې او ورځې مو لاره ووهله، لاره اوږده وه او جګړه هم ډېره وه، ډېر خلک ووژل شول، ټول وتښتېدل، نه پیسې لرو او نه بل څه."

فاطمه وايي، دا او کورنۍ يې په کابل کې د خپلوانو په کور کې دي.

په همدې حال کې ډېری بې‌ځايه شوې کورنۍ په جوماتونو کې شپې ورځې تېروي.

نثار احمد د جاغوري یو بل اوسېدونکی دی چې د سې شنبې په غرمه له خپلې کورنۍ سره د کابل دشت برچي ته رسېدلی دی.

ده ازادي راډيو ته وويل:

"نن غرمه دشت برچي ته ورسېدو، ډېره جګړه وه، خلک ډېر بې‌ځایه شول، لوی شمېر غزني ښار او باميان ته لاړل او نور کابل ته او حتی مزار ته وتښتېدل."

د غزني ولايت په جاغوري او مالستان ولسواليو کې جګړې او ناامنیو د دغو سيمو ګڼ اوسېدونکي اړ کړل چې خپل کورونه پرېږدي.

د غزني ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، په تېرو درې یا څلورو ورځو کې شااوخوا زر کورنۍ له دې ولسوالۍ غزني ښار ته کډوالې شوې.

عبدالخالق احمدي ازادي راډیو ته وويل:

"په وروستيو کې له مالستان او جاغوري څخه هغه کسان چې کورونو پرېښودو ته اړ شوي، هرې خوا تيت شوي او یو شمېر يې کابل او باميان ته تللي، خو ځیني چې غزني ښار ته راغلي، شمېر يې زر کورنۍ دي."

د ښاغلي احمدي په وينا، اوس‌مهال ډېری بې‌ځايه شوي کسان د ناامنيو له کبله په لارو کې بند پاتې دي.

بل لور ته د هغو کسانو شمېر معلوم نه‌دی چې له مالستان او جاغوري ولسوالیو د جګړې له کبله تېښتې ته اړ شوي.

د غزني ولايت پر جاغوري ولسوالۍ د سې شنبې له ورځې د طالبانو حملې تر اوسه دوام لري، خو د دې ولایت په مالستان ولسوالۍ کې جګړه له څلورو ورځو راهيسې روانه ده.

د غزني په ولايتي شورا کې د مالستان د خلکو استازي محمد نعيم توحيدي د دې ولسوالۍ د بې‌ځايه شويو په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"زه په سيمه کې وم چې تر شپږو سوو زیات موټر د غزني پر لور د تلو په حال کې وو، یو شمېر کسان په ټراکتورونو کې او ځيني ښځې او کوچنيان پلي د تېښتې په حال کې وو، وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دی."

سړه هوا له لویو ننګونو ګڼل کېږي چې بې‌ځايه شوي ورسره مخامخ دي.

د غزني د کډوالو چارو رياست مسئولين وايي، له مرستندویو ادارو يې غوښتي چې هر څومره ژر چې وي، د غزني له بې‌ځایه شويو سره مرستې وکړي.

د غزني د کډوالو چارو د رئیس عبدالخالق احمدي په وينا، د روان کال له پيل څخه تر اوسه په غزني کې لس زره کورنۍ بې‌ځايه شوي چې ډېری یې د جګړې له لاسه دي.

پر جاغوري ولسوالۍ د طالبانو تر حملو وروسته د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکو چې هزاره افغانان دي، له افغان حکومته وغوښتل چې په جاغوري کې د ځای پر ځای قواوو د پياوړتيا په هدف دې افغان کمانډو ځواکونه ورولېږي.

د نيویارک ټایمز ورځپاڼې خبريال په دې وروستيو کې جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او خبر يې ورکړی چې ۳۰ د کومانډو ځواکونه او ۵۰ ځايي سرتېري او پولیس له یکشنبې څخه تر دوشنبې پورې په جاغوري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د جاغوري په جګړه کې د افغان سرتېرو تلفات تأييدوي، خو دا ارقام‌يې نه‌دي تأييد کړي.

د دې وزارت په وينا، په جاغوري او مالستان کې په وروستۍ جګړه کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي چې د طالبانو تلفات د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په پرتله زیات دي.

XS
SM
MD
LG