د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو بندونه څوک ګواښي؟


د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو یو شمېر بندونه د وسله‌والو تر تهدید لاندې دي.

  • سلما بند ته پېښ خطرونه

سلما په افغانستان کې د اوبو تر ټولو لوی بند بلل کېږي چې د هرات د امنیه قوماندان په وینا امنیتي ګواښونه ورته پېښ دي.

امین‌الله امرخېل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۴» ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم په وروستۍ میاشت کې وسله‌والو طالبانو او نورو ورانکارو ډلو په‌دې بند کومه حمله نه‌ده کړې، خو په وینا يې دغه مخالفې وسله‌والې ډلې د سلما بند د تخریب هڅه کوي.

ښاغلي امرخېل په‌دې برخه کې د کوم هېواد نوم نه‌اخلي، خو وايي چې ګاونډي هېوادونه د سلما بند د تخریب لپاره د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي.

امین الله امرخېل
امین الله امرخېل

نوموړی وايي:

"طالبان او یو شمېر نورې اجیرې ډلې چې د طالبانو په نوم‌يې وسله راخيستې کوښښ کوي چې د سلما بند تخریب کړي، دغه ډلې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له‌خوا تمویل او تجهیزېږي، په وروستیو کې دښمن ته د شپې دوربینونه هم په لاس کې ورکړل شوي دي او د سلما د بند په تخریب سره غواړي چې په لوېدیځ کې دغه ډول سترې اقتصادي برنامې ګډوډې او یا هم تخریب کړي."

که څه هم د سلما د اوبو او برښنا بند د جوړولو چارې په ۱۹۷۶ میلادي کې پیل شوې وې، خو د پیل کارونه‌يې د جنګ جګړو د دوام له امله تر ۲۰۰۲ میلادي کال پورې وځنډېدل.

دا بند چې د هرات ولایت په هریرود سیند د هندوستان د ۳ سوه میلیونه ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی د ۱۳۹۵ لمریز کال په جوزا میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سلما بند ۲۵۰ زره کورنیو ته د برښنا د برابرولو تر څنګ نږدې ۸۰ زره هکټاره ځمکې ته اوبه هم رسوي.

د سلما بند له ګټې اخیستنې یو کال وروسته یعنې د تېر لمریز کال په سرطان میاشت کې وسله‌والو حمله وکړه چې له امله‌یې د دغه بند د ساتنې ۱۰ پولیس ووژل شول او یو کس ټپي شو.

په دغه حمله کې څلور وسله‌وال مخالفین هم وژل شوي وو.

  • کمال خان بند ته پېښ خطرونه

د افغانستان په لوېدیځ کې یوازې سلما بند نه‌دی چې د وسله‌والو مخالفینو تر حملې لاندې راغلی، د روانې اوونې د دوشنبې په ورځ هم یوې ‌ډلې وسله‌والو مخالفینو په نیمروز ولایت کې په کمال خان بند حمله وکړه.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند ولي احمد صریح ازادي راډيو ته وویل چې حمله د وسله‌والو مخالفینو له لوري شوې چې له امله‌یې ۵ حمله کوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی په‌دغه حمله کې د دوه افغان پولیسو وژل کېدل او د یو بل د ټپي کېدو خبر هم تأیيدوي.

ښاغلی صریح وايي، که څه هم په تېر یو کال کې دا په کمال خان بند لومړۍ حمله ده، خو وسله‌وال مخالفین کله کله د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ حملې کوي چې له امله‌يې د کمال خان بند تهدیدېږي.

کله چې ولسمشر غني د کمال خان د اوبو بند پرانیست
کله چې ولسمشر غني د کمال خان د اوبو بند پرانیست

نوموړی وايي:

"کمال خان د افغانستان لپاره یو حیاتي بند دی، یو شمېر نه‌غواړي دغه بند ورغول شي او بند ته د زیان رسولو لپاره له بېلابېلو فشارونو کار اخلي."

د کمال خان بند درېیمې برخې کار د تېر میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د ۷۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان د پراختیايي بودجې پر مټ پيل شو.

په هغه وخت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي وو، د کمال خان بند کارونه به په درېيو کلونو کې بشپړ شي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې د دغه بند کارونه څو فیصده مخته تللي؟ خو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اصف غفوري په‌دې اړه له معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه.

د ایران په لور د حمله کوونکو تېښته دا معنی ورکوي چې ایران د هغه وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي چې غواړي د افغانستان بندونه تخریب کړي.

  • د اوبو بندونو په اړه له پاکستان او ایرانه اندېښنې

په افغانستان کې د بندونو جوړول تل د یو شمېر په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان له اندېښنو سره مل وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د خبرداري په ورکولو سره ویلي و چې هېواد به‌یې له افغانستانه د حق‌ابه د ترلاسه کولو لپاره له هر فشاره ګټه واخلي.

له دې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي و چې هېواد به‌یې په ګاونډ په ځانګړي توګه په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

که څه هم د افغانستان سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو په ګډون یو شمېر وسله‌والې ډلې د اوبو د بندونو جوړولو په وړاندې ګواښ بولي، خو وسله‌والو طالبانو له دې وړاندې ویلي و چې دوی د بندونو د جوړولو په ګډون په عام‌المنفعه پروژو باندې حملې نه‌کوي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي شورا وايي، ایران له وسله‌والو مخالفو ډلو سره مرسته کوي، څو د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو بندونه تخریب کړي.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي محمد نادر بلوچ ازادي راډيو ته وویل، هغه وسله‌والو کسانو چې درې شپې وړاندې يې د کمال خان په بند حمله کړې وه د ایران پر لور تښتېدلي دي.

د هغه په خبره د ایران په لور د حمله کوونکو تېښته دا معنی ورکوي چې ایران د هغه وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي چې غواړي د افغانستان بندونه تخریب کړي.

نوموړی وايي:

"د هغه معلوماتو پر اساس چې امنیتي بنسټونو موږ سره شریک کړي دي، دا دي چې دا تحرکات د ایران له‌خوا کېږي، ځکه هغه دښمن چې حمله‌يې کړې وه بېرته د ایران په خوا تښتېدلي دي."

خو ښاغلي بلوچ د خپلو ادعاوو په اړه کوم سند موږ ته وړاندې نه‌کړ.​

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ایران له‌خوا د هغه وسله‌والو ډلو چې په افغانستان کې د اوبو او برښنا بندونه تخریبوي د ملاتړ په اړه د اسنادو د نه‌درلودلو له امله دا مسئله نه هم ردوي او نه‌يې تأييدوي.

خو د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې تأييدوي چې ایران په افغانستان کې د یو شمېر شومو پلانونو تر شا لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"هغه حملې او شوم پلانونه چې دښمن‌يې په افغانستان کې عملي کوي له شکه پرته د سیمې استخبارات په‌کې لاس لري په سلو کې ۹۰ پاکستان او په ډېرو مواردو کې ایران هم لاس لري."

ښاغلی رحیمي وايي چې د اوبو او برښنا د بندونو د امنیت ساتنې په برخه کې د ولایتونو امنیتي مسؤلینو ته جدي سپارښتنه شوې ده.

د ده په خبره امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول پولیسو د بندونو د امنیت ساتنې په هدف جدي تدابیر نیولي دي.

د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل هم وايي چې امنیتي ځواکونه د سلما د برښنا بند ساتنه کوي او وسله‌وال مخالفین به پرېنه‌ږدي چې دغه بند ته زیان ورسوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG