د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۱

تهران ته د کابل ځواب: اوبه د افغانانو حق او اړتیا ده، خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوو!


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان اوبه د افغانانو حق او اړتیا ده او ورنه د استفادې په برخه کې افغان حکومت خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال غويي ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې له دې ټولو سره افغان حکومت د اوبو په تړاو له ایران سره لاسلیک کړي تړون ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت به د اوبو په مهارولو او ورنه ګټه اخیستنه کې پوره زیار وباسي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان د خپلو اوبو د مهار او له هغې نه د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره کار کوي او دا زموږ حق دی، ولې موږ په دې برخه کې د اوبو د شراکت په ارتباط نړیوالو شته تړونونو ته ژمن یو، زموږ اوبه تر ټولو وړاندې زموږ اړتیا ده او موږ ورنه ګټه پورته کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تازه یو حکومتي مجلس ته ویلي چې افغانستان ته په‌کار ده چې په اوبو کې د دوی قانوني حق ورکړي، که نه د نوموړي په خبره ایران به ځوابي اقدام وکړي.

خو دا چې د هغه هېواد ځوابي اقدام به څه وي، جواد ظریف په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ایران وايي، د تېرو کلونو په پرتله د تېر لمریز کال د حوت او د روان لمریز کال د حمل په میاشتو کې له هلمند سیند نه دوی ته د پخوا په پرتله کمې اوبه ورروانې دي.

افغانستان په ۱۳۵۱ لمریز کال کې له ایران سره د هلمند پر سیند یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې په نورمال او له نورمال نه پورته حالت کې ایران ته په یوه ثانیه کې ۲۶ متره مکعب اوبه ورکول کېږي.

خو د اوبو د چارو کارپوه فاروق اعظم وايي، که چېرې وچکالي وي د تړون په پام کې نیولو سره د وچکالۍ په تناسب ایران ته اوبه ورکول کېږي.

په هلمند کې د کجکي اوبو بند
په هلمند کې د کجکي اوبو بند

نوموړي زیاته کړه:

"له ایران سره د تړون له مخې په نورمال او تر نورمال لوړ حالت کې په یوه ثانیه کې ۲۶ متره معکب اوبه ورکړل شوي، که وچکالي وي بیا ایران ته د وچکالۍ په تناسب اوبه ورکول کېږي."

ښاغلی اعظم وايي، په تېر ژمي او د روان کال پسرلي کې په افغانستان کې ورښت کم شوی او حتی ځیني شمالي ولایتونه د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي چې د هلمند سیند پر اوبو یې هم خپل اغېز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر تر دې څرګندونو یو کال مخکې د ایران ولسمشر ویلي و چې د افغانستان په لوېدیځ کې د بندونو په جوړېدو چوپ نه‌شي پاتې کېدای.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د ایران دا ډول ګواښونه د نړیوالو اصولو خلاف بولي وايي چې ایران غواړي په دا شان څرګندونو سره پر افغانستان سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي و اوبه د افغانانو عزت دی او د عزت ساتل مو ملي هدف دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG