د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د اوبو ملي کنفرانس: د افغانستان د اوبو ستونزه باید سیاسي نه‌شي


د اوبو د برخې يو شمېر افغان متخصیصن وايي، د افغانستان د اوبو د ښه کنټرول او تنظیم لپاره افغان حکومت باید تر هر څه وړاندې ظرفیت جوړونې ته ډېر پام واړوي.

له دې ډلې د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر شیر جان احمدزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم۲۴» په کابل کې "د افغانستان د اوبو ملي کنفرانس" ته وویل، تر هغې چې په دې برخه کې لازم ظرفیتونه رامنځته نه‌شي د افغانستان د اوبو ستونزه نه‌شي هوارېدای.

ښاغلی احمدزی وايي، د ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اوبو ستونزه باید سیاسي نه‌شي بلکې دغه ستونزه باید له تخنیکي پلوه وڅېړل شي.

احمدزی: د اوبو پر سر اختلافات باید سیاسي نه شي.
احمدزی: د اوبو پر سر اختلافات باید سیاسي نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په اکثرو سیندونو کې چې اوبه روانې دي بهر ته ځي او نړیوال شکل لري، شریکې حوزې او شریک سیندونه جوړوي، معنی دا چې موږ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ باید ګاونډیانو سره هم خبرې وکړو، دغه چاره لویو پالېسیو او ستراتېژیو ته اړتیا لري. تر هر څه وړاندې علمي پوهه ده چې په افغانستان کې موجوده نه‌ده، نو لومړی باید خپل ظرفیت لوړ کړو څو د دې جوګه شو چې د ګاونډيانو په علمي او ډيپلوماتیک میدان کې په برابره کچه خبرې وکړو."

افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې د اوبو د سطحې کچه‌يې کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې ده.

د اوبو د جریان له اړخه، د افغانستان موقعیت داسې دی چې اوبه له دې ځایه نورو ګاونډیو لکه ایران،‌ پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته جریان لري او افغانستان‌یې د اوبو له پلوه په یوه غني هېواد بدل کړی دی.

په ورته وخت کې د اوبو د برخې بل متخصص حامد صبوري وايي، که د افغانستان اوبه ښه مدیریت او اغېزمنه استفاده ترې وشي، نو دا سرچینه به د هېواد د اقتصادي ودې په يو ښه فکټور بدل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې اوبه د افغانستان عزت او ساتنه‌یې ملي هدف بللی.

ولسمشر غني: اوبه زموږ عزت دی او د عزت ساتل مو ملي هدف دی

عبدالله: اوبه باید سم مدیریت او له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي

ښاغلي غني ویلي، په هېواد کې د اوبو اوسني جوړښتونه د افغانانو ستونزو ته ځواب نه‌شي ویلی او په‌ کار ده چې د اوبو او د اوبو د سرچینو پر مدیریت بیا کتنه وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د افغانستان د اوبو د کنټرول او سمې استفادې لپاره ځانګړي پلانونه او طرحې تر لاس لاندې لري.

د دې وزارت سلاکار یحي عازم د افغانستان د اوبو په ملي کنفرانس کې داسې وویل:

"له نېکه مرغه زموږ پنځه کلن پلان د نهايي کېدو په حال کې دی. زموږ هڅه دا ده چې يو شمېر ګټور ګامونه واخلو او کله چې پوه شو چې اوس موږ د ګاونډیانو سره په برابره کچه يو، نو دا بیا هغه وخت دی چې موږ لاړ شو د مذاکراتو او توافقاتو لور ته."

د افغانستان د اوبو ملي کنفرانس کې د افغانستان د اوبو پورتال هم پرانیستل شو چې د دې هېواد د اوبو په اړه د معلوماتو یوه بې‌سارې ټولګه ده.

د دې پورتال د جوړولو هدف دا دی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څېړنې،‌ نوښتونه، لیدلوري او بشري منابع په یوه ساده چوکاټ کې سره راټول شي،‌ تر څو د دې برخې څېړونکي او پالېسي جوړونکي په اسانۍ سره معلوماتو له لاسرسی پیدا کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG