د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

ویسا: ایا افغانستان پر دوهمه سوریه بدلېږي؟!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د بې‌ساري پراختیا، د طالبانو له لوري د برښنا د ستنو نړول او د داعش په ګټه د یو شمېر اعلانونو په غبرګون لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په‌دې پوښتنې پیل کړې، ایا افغانستان پر دوهمه سوریه بدلېږي؟!

وړاندې د تصویري رسنیو ځينو اعلانونو ته اشاره شوې او لیکلي، دغه اعلانونه د یوې نوې استخباراتي خطرناکې لوبې د پیل خبر ورکوي.

سرمقاله ليکونکى لیکي، په دې اعلانونو کې د افغانستان له نقشې سره یوه او بل لور ته د داعش او فاطمیونو بیرغونه خپرېږي او خبرداری ورکول کېږي چې د افغانستان ګاونډیان د همدغو ډلو په لاس غواړي هېواد برباد کړي.

وړاندې ټینګار شوی، د دې خطرناکې لوبې د پیل او ذهنیت جوړولو لپاره څومره استخباراتي دقت شوی دی، ځکه د ورځپاڼې په باور دغه اعلان داسې مهال خپرېږي چې افغانستان او نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان دي، د همدې کرونا په تړاو د پروګرامونو په لړ کې چې ډېر لیدونکي او اورېدونکي لري دغه اعلانونه خپرېږي چې د کرونا په اندېښنو ډوبو اذهانو ته ورو ورو د فاطمیونو او داعش ډلو د شتون او د هغو د ورانوونکو موخو تصویر ښیي او د اورونو او وحشتونو تصویرونه تکرارېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، یو تریخ واقعیت دا دی چې داعش او فاطمیون افسانې نه‌دي، واقعیتونه دي، خو دواړه د استخباراتي لوبو زېږنده دي او دغه اعلانونه د همدې استخباراتي لوبو د بل پړاو د پیل نښې دي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، د داسې اعلانونو خپرېدل د یوې بلې بدمرغې جګړې د پیل نښې دي، خو په وینا یې، دا چې حکومت په دې لوبه کې څومره ښکېل دی معلومه نه‌ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې ډېری خلک د کرونا ویروس له امله په کورونو کې قرنطین دي کابل ته د راتېرې شوې برښنا ستنې د هغو کسانو له لوري چې حکومت‌یې طالب‌پلوي یادوي چاودنه ورکول کېږي.

وړاندې راغلي، د روژې په دغو شپو ورځو کې اکثره جوماتونه برق نه‌لري، لمونځ کوونکي اړ دي چې په تیاره کې لمونځ وکړي او روژه‌تیان په سخت وضعیت کې روژه نیسي.

سرمقاله کې راغلي، د برښنا د دغو مزو په پرې کولو سره اکثره ناروغان په تیاره کې سختې شېبې تېروي او هغه تعلیمي مرکزونه چې د کرونا له امله انلاین یا د انټرنټ درس ورکوي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبان د دې وضعیت مسؤل دي او باید وضاحت ورکړي چې د برښنا د ستنو په وړاندې جګړه کوم اساسي شرعي او منطقي دلیل لري.

که څه هم طالبانو د برښنا د پایو نړول رد کړي، خو سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح شوې چې له طالبانو پرته په هېواد کې د دغه کار توان بل څوک لري؟ او په وینا یې، افغانان په‌دې پوهېږي چې د روان وضیعت مسؤل څوک دي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

وړاندې د اصلاح په سرمقاله کې راغلي، د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیي چې کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دى او په ډېرې چټکۍ دا شمېرې مخ په لوړېدو دي او یاد حالت نه‌یوازې روغتیایي کارکوونکو، بلکې ډېری هېوادوالو ته د اندېښنې وړ دی.

ورځپاڼې د دغه ویروس په تړاو د خلکو ناسم پوهاوی او بل د خلکو له‌خوا د یاد ویروس جدي نه‌نیول په افغانستان کې د کرونا ويرس د پراختيا عمده لاملونه بللي دي.

اصلاح ورځپاڼه همدارنګه لیکي، اوس هم ډېری خلک ګرځ‌بندیز نه‌مراعتوي او په بېلابېلو پلمو له کورونو وځي چې په وینا یې دا به ګواښوونکي پایلې ولري.

سرمقاله لیکونکي دا ټینګار هم کړی چې په روغتیایي سګټور کې باید شفافیت تأمین شي.

XS
SM
MD
LG