د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

عرفان: حکومت دې په سوریه کې د افغان جنګیالیو په اړه له ایران سره جدي خبرې وکړي


په سوریه کې د ایران له‌خوا د افغان جنګیالو «فاطمیون» په نوم مرکز
په سوریه کې د ایران له‌خوا د افغان جنګیالو «فاطمیون» په نوم مرکز

که څه هم په سوریه کې د ایران له لوري د جنګېدونکو افغانانو په اړه افغان حکومت څه نه‌وايي، خو د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د ایراني چارواکو دغه چاره ناروا او د ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۹» له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې په دې برخه کې د ایران له حکومت سره سپینې او جدي خبرې وکړي.

ښاغلی عرفان زیاتوي له هرې ممکنې لارې چې وي باید د ایران له لوري په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو مخه ونیول شي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"هر څوک چې افغانان د خپلو ګټو لپاره قربانوي، دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، افغان حکومت په دې اړوند مسؤلیت لري چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، هغه هېوادونه چې د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي له هغوی سره جدي چلند وکړي او مخه‌یې ونیسي."

ښاغلی عرفان زیاتوي چې د ایران له‌خوا د منځني ختیځ جګړو ته د افغانانو لېږل به په افغانستان کې د نړیوالو قدرتونو نیابتي جګړې ته لاره هواره کړي چې په خبره‌یې، تر ډېره به‌یې بیا زیان افغانان ګالي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې لیکلي چې شا اوخوا ۱۸ زره افغانان په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګېږي.

ورځپاڼې لیکلي ایران چې دغه کسان د فاطمیون په ډله کې راټول کړي، دوی ته هره میاشت ۶۰۰ ډالره تنخوا ورکوي.

په سوریه کې د ایران له‌خوا د افغان جنګیالیو د «فاطمیون» په نوم مرکز
په سوریه کې د ایران له‌خوا د افغان جنګیالیو د «فاطمیون» په نوم مرکز

مخکې تر دې ویل شوي چې یو شمېر افغانان د ایران په غوښتنه په عراق کې هم جنګېدل.

د سوریې له جګړې د افغان جنګیالیو راګرځېدل به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري؟

«افغان کډوال د ایران له‌خوا سوریې ته د جنګ لپاره استول کېږي»

اجرائیه ریاست: په سوریه کې له جنګېدونکو افغانانو مننه د افغان حکومت دریځ نه‌دی

معترضین: د محقق وروستۍ څرګندونې له پردیو نه ملاتړ دی

هڅه مو وکړه چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون په اړه د واشنګټن پوست ورځپاڼې د دغه تازه راپور په اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

مخکې تر دې افغان حکومت په وار وار ویلي و چې په منځني ختیځ کې د ایران له لوري د جنګېدونکو افغانانو په اړه پلټنې کوي، خو تر اوسه په دې اړه د څېړنو پایلې له خلکو سره نه‌دي شریکې شوې.

هڅه مو وکړه چې په خپل راپور کې د موضوع په تړاو په کابل کې د ایران سفارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د نړیوالو حقونو او د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو له مخې باید په هر هېواد کې د اوسېدونکو کډوالو حقونه خوندي شي او ناوړه ګټه ورنه وانه‌خیستل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت ملکف دی چې په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په ایران کې د خپلو اتباعو حقونه خوندي کړي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د حکومت دنده دا ده چې په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو تر بېرته راستنېدنې پورې د دوی ژوند او ګټې خوندي کړي. جګړو ته د لېږونکو افغانانو ستونزه باید له ایران سره له ډيپلوماتیکو لارو حل کړي."

ښاغلی صافی سپارښتنه کوي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا«ای، او، اېم» او د بشري حقونو نړیوال سازمان باید په دې برخه کې د ایران له حکومت نه پوښتنه وکړي چې د کوم دلیل له مخې افغانان په جګړو کې د خپلو ګټو لپاره قربانوي؟

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG