د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغانستان دفاع وزارت د ایران د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې


د افغانستان دفاع وزارت د ایران د دفاع د وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په عراق او سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته، د دغې ډلې مشران افغانستان ته انتقال شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې لوی مشران په افغانستان کې نشته، بلکې یوازې د نوموړې ډلې سر ګروپان په افغانستان کې جګړه پر مخ وړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۱۹ مه» ازادي راډیو سره په خبرو کې په نوموړي هېواد کې د داعش ډلې د مشرانو د شتون خبره تش تبلیغات وبلل او زیاته یې کړه:

"دا درسته نه ده چي د داعش مشران دې افغانستان ته انتقال شوي وي، فکر کوم چې دا یوه تېروتنه ده، موږ د دا ډول تبلغاتو په مقابل کې دا وایوو چې د داعش ترهګرې ډلې ځیني واړه ګروپونه د پاکستان له لورې دې غاړې ته را اوړي."

ښاغلي رادمنش دغه خبرې د ایران د دفاع د وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې له راشیا ټوډې ورځپانې سره یې په یوه تازه یوه مرکه کې ویلي چې د داعش ډلې مشران په قاچاقي ډول افغانستان ته انتقال شوي دي.

امیر حاتمي په مسکو کې په خپلو دغو تازه څرګندونو کې که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو تینګار یې کړی چې ځینو هېوادونو په عراق او سوریه کې د داعش مشرانو شاتګ ته اسانتیاوې برابرې کړي او افغانستان ته یې انتقال کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې په دغه هېواد کې زرګونه داعش وسله وال موجود دي چې د شمېر په اړه د نظر یووالی نه دی موجود، ځيني وايي چې تر ۱۰ زرو پورې دي، خو افغان حکومت بیا کم ښودلي دي.

داعش ډلې په افغانستان کې په ۱۳۹۵ کال کې د ننګرهار په اچین او یوشمېر نورو ولسوالیو کې فعالیت پیل کړ.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې ورستیو کې په خپل يوه راپور کې ویلي چې د دغې ډلې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، بدخشان، فاریاب، هلمند او سرپل هغه ولایتونه دي چې د داعش فعالیتونه په‌ کې محسوسېږي.

دا مهال داعش ډلې په عراق کې بشپړه ماته خوړلې، سوریه کې هم له ورته حالت سره مخ ده، خو کله ناکله په دواړو هېوادونو کې په حکومتي ځواکونه چریکي حملې کوي.

خو د دغې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په ګډون د لوړ پوړو داعش مشرانو د ځای ځایګوټي په اړه کره معلومات نشته.

په افغانستان کې د داعش جنګیالیو په اړه بېلابېل ارقام ورکول کېږي، خو افغان ولسمشر شا خوا ۱۰ ورځې مخکې د تاشکند په کنفرانس کې ویلي وو چې په درنو تلفاتو سربېره لا هم په دغه هېواد کې تر دوه زرو بورې داعش جنګیالي موجود دي.

د پوځي چارو افغان کارپوهان له هغې ډلې باري عارض د ایران د دفاع د وزیر څرګندونې پروپاګند بولي او ټینګار کوي چې که نوموړی هېواد په دې اړه کوم اسناد او شواهد لري، له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره دې شریک کړي.

باري عارض
باري عارض

دی وایي:

"له ایران سره کوم داسي اسناد او شواهد نشته چي خپله ادعا پرې ثابته کړي، د هغه څرګندونې یوازې تبلغاتي جنبه لري چې دا د افغانستان په چارو کې مستقیمه مداخله ده، ایران باید له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي."

ښاغلي عارض وايي، ایران غواړي په دا ډول څرګندونو سره افغان حکومت او دغه شان په سیمه کې امریکا ته ستونزې را ولاړې کړي.

د افغانستان دفاع وزارت معلومات ورکوي چې د داعش ډلې پر ضد منظم عملیات روان دي چې د دغو عملیاتو په لړ کې وړمه شپه د جوزجان ولایت لپاره د داعش قوماندان حکمت الله وژل شوی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG