د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د امریکا دفاع وزیر وايي، ایران په افغانستان او سیمه کې ناامني پراخوي


د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، یوه خبره چې ده ته ډېره واضحه او څرګنده معلومه شوې، د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره د ایران هڅې دي.

مټېس چې اوس اوس د افغانستان او منځني ختیځ له سفره واشنګټن ته ستون شوی، د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ده په دې اړه افغانستان ته د سفر پر مهال معلومات ترلاسه کړل.

مټېس زیاته کړه چې په امریکا کې هم ده ته دا یادونه شوې چې ایران لاهم خپل سلوک نه‌دی بدل کړی.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم په تېره لېندۍ میاشت کې ویلي وو چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي ایران د افغانستان په لوېدیځ کې له طالبانو سره اړیکې لري.

نورو امریکايي چارواکو هم پر ایران د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره د مرستې تورونه لګولي او د افغانستان د ملي امنیت د ادارې عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي هم په تېره فبرورۍ میاشت کې له «بي بي سي» سره په مرکه کې وویل چې ایران له وسله‌والو طالبانو سره یوه اندازه مرسته کوي.

ښاغلي ستانکزي وویل، تهران په دې پلمه له طالبانو سره اړیکې نیسي او مرسته ورسره کوي چې د داعش پر ضد جګړه کوي.

ستانکزی له محدودو افغان چارواکو څخه دی چې له وسله‌والو طالبانو سره د ایران د مرستو په اړه په ډاګه خبرې کوي.

افغان چارواکو هم اوس او هم پخوا په دې برخه کې خوله پټه نیولې، خو د څو لوېدیځو ولایتونو چارواکو اوس او پخوا د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنو په اړه خبرې کړي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس وايي، په دې ولایت کې په وروستیو ناامنیو کې ګاونډي هېوادونه، په تېره ایران لاس لري.

فرید بختور ازادي راډیو ته وویل چې په ټول هېواد او په خاص ډول په فراه ولایت کې د دې مداخلو شواهد لیدل کېږي.

دی وایي:

"زموږ له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په دې اړه اسناد او موارد شته چې هغه وسلې چې وسله‌وال مخالفین کار ترې اخلي، ګاونډیو هېوادونو ورکړي، دا یوه څرګنده او واضح خبره ده چې په فراه کې د ایران اړوندې وسله‌والې ډلې، جګړه کوي."

د بختور په وینا، ګاونډيان غواړي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو او د عامه تأسیساتو د رغونې په وړاندې خنډ جوړ کړي.

ښاغلی بختور د ټاپي د ګازو د نل لیکې او د فراه د بخش‌اباد بند پروژې د مثال په توګه یادوي.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني ویلي چې د افغانستان عامه تأسیسات د ټولې سیمې لپاره ګټور دي او د هېڅ‌چا پر ضد نه‌دي.

XS
SM
MD
LG