د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

بس: ایران او روسیه د خلکو د ذهن د بدلولو لپاره امریکا له داعشه په ملاتړ تورنوي


امریکايي چارواکي وايي، ایران او روسیه یوازې د خلکو د ذهن د بدلولو لپاره امریکا له داعشه په ملاتړ تورنوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، روسیه او ایران د داعش په وړاندې دوی ته له متوجې مسؤلیتونو د پام اړولو لپاره امریکا د داعش خراسان ډلې مسؤله بولي.

جان بس پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د کب ۲۸» له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې په دې اړه وویل:

"موږ له دواړو د ایران او روسیې له حکومتونو ځیني ناوړه تورونه اورېدلي چې له مخې یې امریکا او نور متحدین د داعش د خراسان ډلې مسؤل پېژندل کېږي. دا له حقیقته لیرې خبره ده. متأسفانه زه فکر کوم دا هغه هڅه ده چې ایران او روسیه غواړي دوی ته له هغو متوجې مسؤلیتونو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي چې دوی یې د عراق په شمال او سوریه کې د داعش له‎خوا د ترسره شویو وحشیانه اعمالو او تاوتریخوالو په وړاندې لري."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

د امریکا سفیر دا خبره د ازادي راډیو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې روسیه او ایران ولې کله کله امریکا د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل بولي او تور لګوي چې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د هليکوپټرو د کېناستو مسئله نه‌ځوابوي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره اوونۍ په اسلام‎اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې ویلي چې امریکا زموږ د سیمې د امنیت او ثبات په غم کې نه‎دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

هغه ویلي:

"د داعش سخت دریځي د جګړو له میدانونو په الوتکو کې وړل شوي او ژغورل شوي دي."

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم وړمه میاشت په یوه کنفرانس کې وکړه.

هغه وویل:

"په افغانستان کې د داعش تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې بې‌نښې هليکوپټرې کېني. معلومه ده چې دا هليکوپټرې د افغان پوځ نه‎دي او ائتلاف هم هليکوپټرې لري او موږ غواړو دا معلومه شي چې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې دا هليکوپټرې څه کوي."

د افغانستان دفاع وزارت بیا د امریکا د سفیر جان بس په خبرو د تأیید مهر لګوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه ازادي راډیو ته وویل په امریکا باندې له داعش نه د ملاتړ تورونه بې‌اساسه دي او د ده په خبره هر څوک چې دا تورونه لګوي، خپل اهداف تعقیبوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړی زیاتوي:

"په ځینو رسنیو کې داسې تورونه لګول شوي چې امریکا د هليکوپټرو په واسطه له داعش سره مرسته کوي یا کسان ورلېږي او پوځي توکي ورکوي دا موږ کاملاً ردوو. تر اوسه پورې داسې هېڅ اسناد نه‎شته چې هغه ثبوت کړي چې متحده ایالات داعش تقویه کوي یا ترې ملاتړ کوي یا ورته وسلې ورکوي."

ښاغلي وزیري وویل، په افغانستان کې هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې د افغانستان د حکومت په موجودیت کې له داعش او نورو ترورېستي ډلو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل چې داعش په دغه هېواد کې مات شوی، څلور مشران‌یې وژل شوي او کلکې ضربې ورباندې واردې شوې دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG