د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

جواد ظریف او خواجه اصف د سیمې او افغانستان په اړه هم غږېدلي


د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه هم غږېدلي.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام‌اباد کې سره لیدلي او پر یو لړ خپلمنځي اړیکو سربېره‌یې، د سیمې او نړیوال امنیت او د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته تللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف اسلام‌اباد ته د خپل سفر په دوام، د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف سره لیدلي او پر هر اړخیزو اړیکو سربېره‌یې د سوداګرۍ او تجارت پر لا پراختیا خبرې کړې دي.

دغه وزارت د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې په اړه په یوې خبرې کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترهګري چې په هره بڼه وي، په کلکه غندلې او د دواړو هېوادونو پر سرحد یې زیاتېدونکې همکاري ستایلې ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او نړېوال امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړي او زیاتوي:

"دواړو مشرانو د سیمې او د افغانستان د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره د افغانستان د جګړې د سیاسي حل ملاتړ کړی دی."

خواجه اصف او جواد ظریف د نورو مسايلو تر څنګ، په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې د مخ په زیاتېدونکي موجودیت او د سیمې پر امنیت‌یې د اغېز په اړه اندېښنه ښودلې او دواړو خواوو د دې ډول سیمه‌ییزو ترهګریزو ډلو پر ضد، پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف

​د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا مهال په یوه درې ورځني سفر په اسلام‌اباد کې دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي اسلام‌اباد ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه ویلي:

"جواد به اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له سیاسي مشرانو سره په خبرو کې په یو لړ مسايلو سربېره، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي او همدا شان به په کراچۍ او اسلام‌اباد کې دوو سوداګریزو غونډو ته هم وینا وکړي."

ظریف په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان اړیکې د پخوا په پرتله یو څه غوړېدلې دي.

که څه هم د دواړو هېوادونو اړیکې په تېرو کلونو کې د ایران پر سرحدي سیمو د ترهګریزو بریدونو له امله ترینګلې وې او د ۲۰۱۷ میلادي کال په مې میاشت کې د ایران د پوځ مشر په پاکستان کې دننه د ترهګرو پر مرکزونو د بریدونو ګواښ هم کړی و، خو اوس‌مهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې ښې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه ۳ ورځني سفر ایران ته تللی و او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې پر یو لړ مسايلو سربېره، د پاکستان-ایران پر سرحدي تنظیم خبرې کړې وې او دا سرحد یې د "سولې او دوستۍ" سرحد نومولی و.

XS
SM
MD
LG