د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

مټېس: ایران د روسیې پر پل پل ږدي او د عراق انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کوي


د امریکا د متحدایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس پر ایران تور لګولی او ویلي دي چې ایران د روسیې پر پل پل ږدي او د عراق په پارلماني انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کوي. ​

مټېس دا څرګندونې پرون پنجشنبه په داسې حال کې وکړې چې افغانستان او منځني ختیځ ته له خپل سفر څخه واشنګټن ته ستون شو.

د ښاغلي مټېس اشاره د امریکا، فرانسې، مکسیکو او څو نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه ادعاوو ته وه.

مټېس وویل، یو لړ شواهد شته چې ښيي ایران هڅه کوي د پیسو په وسیله د عراق په انتخاباتو کې نفوذ وکړي.

د امریکا د متحدایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د متحدایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس

د مټېس په وینا دا پیسې د کاندیدانو او رأیو د اخېستلو په مقصد لګول کېږي. هغه زیاته کړه چې دا پیسې کمې نه‌دي.

مټېس دا ونه ویل چې ایران د صدراعظم حیدرالعبادي د تخریب هڅه هم کوي او کنه؟

د یادونې وړ ده چې العبادي په تېرو څو کلونو کې د شیعه ګانو، سُني اقلیت او کُردانو ترمنځ د ښو اړیکو د جوړولو هڅه کړې، ځکه متحدایالات په عراق کې د قومي او مذهبي نفاق د له‌منځه وړلو سپارښتنه کړې ده.

مټېس وویل چې افغانستان او منځني ختیځ ته له سفر وروسته په سیمه کې د ایران د فعالیتونو په اړه د ده اندیښنې زیاتې شوي او ده په دې لړ کې په سوریه کې د سُني وسله‌والو ډلو پر ضد په جګړه کې د سوریې له رژیم او د یمن د حکومت په وړاندې چې سعودي یې ملاتړ کوي له حوثي یاغیانو د ایران د ملاتړ یادونه وکړه.

د امریکا دفاع وزیر وویل، د تهران لاس‌وهنو دا ګواښ زیات کړی چې روان کړکېچ ټولې سیمې ته پراخ شي.

ایران د دې څرګندونو په اړه تر دې دمه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې دا تورونه رد کړي.

تهران د عراق له حکومت سره چې مشري یې شیعه سیاستوال کوي نژدې اړیکې لري او د عراق له شیعه اکثریت ټولنو سره ډېر پخواني کلتوري اړیکې پالي.

ایران همدا راز د عراق له شیعه وسله‌والو ډلو سره چې تېر کال یې د عراق له شمال څخه د داعش ډلې په ایستلو کې مهمه ونډه درلوده، هم نژدې اړیکې لري.

حوثي یاغیانو تېرکال څو بالسټیک توغندي چې متحدایالات وايي، په ایران کې جوړ شوي دي، د سعودي عربستان پر لور وتوغول او دې مسئلې د ایران په وړاندې د امریکا او په منځني ختیځ کې د امریکا د متحدانو غبرګونونه نور هم زیات کړل.

XS
SM
MD
LG