د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ووټل: باوري یم چې طالبان د نشه‎يي موادو په یوه مافیايي ډله اوښتي


د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي پوځي قوماندانۍ مشر د وسله‎والو طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په مالي ملاتړ کې د نشه‎يي موادو نقش مهم ګڼي.

جنرال جوزف ووټل چې د سې شنبې په ورځ د امریکا په مشرانو جرګه کې د نظامي خدمتونو کمېټې ته خبرې کولې، د نشه‎يي موادو د تولید د کارخانو پر ضد د افغان او امریکا د ګډو ځواکونو عملیات مهم وګڼل، خو پر دې خبره‌یې هم ټینګار وکړ چې د دوی هدف يوازې د کارخانو ویجاړول نه، بلکې د سیمې هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاق مخه ونيسي.

جنرال ووټل وايي چې په افغانستان کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې به په عراق او سوریه کې د داعش د مالي سرچینو د وچولو له تجربو څخه استفاده وکړي.

جنرال جوزف ووټل
جنرال جوزف ووټل

نوموړی زیاتوي:

"طالبان د نشه‎يي موادو له قاچاقه تمویلېږي. زموږ د مبارزې تمرکز یوازې د طالبانو د هیروئينو د کارخانو او زېرمو له‎منځه وړل نه‌دي، بلکې د سيمې هېوادونو سره په ګډه کار کوو چې له افغانستانه بهر ته د نشه‎يي موادو د قاچاق او طالبانو ته د پیسو د لېږلو مخنیوی وشي. زه په دې باور یم چې طالبان د نشه‎يي موادو په یوه مافیايي ډله اوښتې ده."

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او فدرالي پولیسو اداره يا «FBI» د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.

هڅه کوو چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته، د نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيسو.

تر دې وړاندې د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي و چې د هیروئینو د تولید لپاره ډېری کېمیاوي مواد د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاقېږي او په افغانستان کې تولید شوي نشه‎يي مواد د ایران او پاکستان له لارو بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته قاچاق کېږي.

واشنګټن پوسټ: له افغانستان څخه هيروئين پاکستان او ايران ته انتقالېږي

له بله پلوه د امریکا د مشرانو جرګې غړې مېرمن جوني ارنسټ چې تازه له افغانستانه امریکا ته ستنه شوې، دې غونډې ته وويل چې وسله‎والو طالبانو د نشه‎يي موادو د مافیايي ډلې بڼه غوره کړې ده.

د امریکا د مشرانو جرګې غړې مېرمن جوني ارنسټ
د امریکا د مشرانو جرګې غړې مېرمن جوني ارنسټ

نوموړې زیاته کړه:

"زه څو میاشتې مخکې افغانستان ته تللې وم، ما په کابل، کندهار او بګرام کې له یو شمېر قوماندانانو او ډیپلوماتانو سره وکتل. د دوی له خبرو داسې څرګنده شوه چې طالبان له ایډیالوژيکې ډلې څخه د نشه‎يي موادو په یوه مافیايي او ترورېستي ډله بدله شوې او له ایډیالوژۍ څخه یوازې د وسیلې په توګه کار اخلي."

د ولسي جرګې غړی خالد پشتون په افغانستان کې نشه‎يي مواد د نړیوالو ګډه ستونزه بولي، د ده په باور د وسله‎والو طالبانو تر څنګ په سیمه کې زیات شمېر ترورېستي ډلې هم د نشه‎يي موادو له عوایدو څخه تمویلېږي.

ښاغلی پښتون له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پر مهال باید لومړی نړیوالو بازارونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاق مخه ونيسي او په نړیوالو مارکېټونو کې دې د نشه‌يي موادو غوښتنه راکمه کړل شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG