د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

واشنګټن پوسټ: له افغانستان څخه هيروئين پاکستان او ايران ته انتقالېږي


  • ډیپلومات مجله

ډیپلوماټ مجلې د افغانستان د سولې پروسې په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي، په داسې حال کې چې افغان ولسمشر طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ چې د سولې د مذاکراتو د ناکامېدو وړاندوينه سر له اوسه لا کېدای شي.

مقاله د کابل پروسې دوهمې غونډې ته اشاره کوي چې د فبرورۍ مياشتې په ۲۸مه نېټه وشوه او په‎کې ګڼو سيمه‎یيزو او نړيوالو استازو ګډون وکړ.

مقاله وايي، د دې تر څنګ د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړانديز سربېره داسې مذاکرات به بې‌نتيجې وي.

مقالې يو شمېر دلايل ویلي چې په لیکنه‌يې لومړی، د امریکا او نړيوالې ټولنې پر فشارونو سربېره پاکستان په افغانستان کې خپله د ستراتېژيک عمق پالېسي نه‎ده بدله کړې.

مقاله ليکي:

د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اېس. ای» له‎خوا طالبانو ته د خوندي ځايونو او مالي مرستو سربېره د دغه هېواد جمهوري حکومت هم په سیمه کې سخت دريځۍ ته لمن وهي.

مقاله د خپلې خبرې لپاره دوهم دليل لیکي چې په افغانستان کې جګړه نوره هم پېچلې شوې، ځکه په دې جګړه کې اوس روسیه، ايران او چين هم ښکېل شوي دي.

له همدې کبله جګړې ته د پای ټکی ايښودلو په هدف يوې موافقې ته رسېدل نور هم ستونزمن شوي دي.

مقاله درېيم دلیل دا وايي چې افغان حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو سخت دريځو لپاره هېڅ ډول پلان نه‎لري.

څلورم، طالبانو ته د سولې په بدل کې امتيازات ښايي له مخکې تر لاسه شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخ کړي.

مقاله يادونه کوي چې پخواني جهاديانو افغانستان ته د میلياردونه ډالرو مرستې خپلو ځانونو ته اخیستي او ګڼ جنرالان‌يې په امنيتي ادارو کې ځای شوي دي، نو دا روښانه نه‎ده چې د پخلاينې په بدل کې به افغان حکومت د طالبانو ځينې غوښتنې څه ډول پوره کړای شي.

  • واشنګټن ټايمز

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن ټايمز هم د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، خو د دې هېواد د ناخالصو عوايدو شااوخوا نيمايي برخه د کوکنارو له کره لاسته راځي.

مقاله لیکي چې له افغانستان څخه هيروئين پاکستان او ايران ته انتقالېږي او له هغه ځايه د نړۍ نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

مقاله ليکي چې د مخدره موادو قاچاق د افغانستان ټولنه په اداري فساد اخته کړې او په دغه هېواد کې يې جګړه زياته کړې ده.

د طالبانو ۴۰ فيصده عايد د هيروئينو له لارې دي.

  • نړيوال بانک

د نړيوال بانک یو راپور وايي پر دوامداره نا امنۍ سربېره افغانستان د روغتيا په برخه کې پياوړې او اوږدمهاله لاسته راوړنې لري.

راپور وايي چې افغانستان د روغتيا په سکټور کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهيسې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

راپور وايي، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې په افغانستان کې تر خپلې پنځمې کلیزې مخکې د هرو زرو مړو کېدونکو کوچنيانو په شمېر کې ۳۴ فیصده کم شوی دی.

راپور همداراز په ټول افغانستان کې د روغتيا سکټور ارزولی او له ۲۰۰۳ میلادي کال راهيسې له روغتیايي نظامه نيولې، تر تأسيساتو او نورو اسانتياوو پورې په ټولو برخو کې پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG