د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

فروتن: په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو پروګرام سم نه دی تطبیق شوی


د افغانستان د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو د کمپاین پلان چې د والیانو له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي، په سمه توګه نه دی عملي شوی.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت څېړنې ښيې چې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین بریالی و، خو په ځينو ولايتونو کې يې مطلوبه نتيجه نه ده ورکړې.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالېسۍ رئیس عثمان فروتن ازادي راډیو ته وویل، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه د دولت د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت دی، په دې لړ کې د مخدره موادو د کنټرول د ملي ستراتیژۍ او قانون له مخې والیان هم مکلف ګڼل شوي چې د کوکنارو کروندې له منځه یوسي.

خو دا چې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو اړولو کمپاین ولې بريالی نه و، په دې اړه ښاغلی فروتن بېلابېلو عواملو ته اشاره کوي او وایي:

"واليان چې د ولایتونو په کچه د کوکنارو د اړولو مسؤلیت لري، د دوی ونډه ډېره مهمه ده، په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو پروسه ښه وه، خو په ځینو نورو ولایتونو کې بیا ستونزې موجودې وې، په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي ستونزو د کوکنارو د اړولو مخه ونیوله او په یو شمېر نورو ولایتونو کې بيا، د همغږۍ ستونزې موجودې وې."

تر دې مخکې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظيمي ویلي وو چې په روان کال کې د ناامنیو له امله، د کوکنارو اړولو کمپاین له ستونزو سره مخ شوی او نړیوالو مرستندویو ادارو هم له همدې امله خپلې مرستې کمې کړې دي.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات او د نورستان والي حافظ عبدالقیوم جګړه د کوکنارو اړولو پر وړاندې ستر خنډ بولي.

دې واليانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی مجبور دي چې د مخدره موادو او وسله والو مخالفینو پر وړاندې هم مهاله مبارزه وکړي، ځکه ناامنیو د کوکنارو کښت ته زمینه برابره کړې او د رواني جګړې مالي سرچينه هم همدا نشه يي مواد دي.

دوی وایي:

"موږ له یوې خوا د امنیت راوستلو او له بلې خوا د مخدره موادو پر ضد جنګېږو، که موږ هم مهاله د مخدره موادو او وسله والو مخالفینو پر وړاندې و نه درېږو، امنيت نه شو راوستلای، ځکه د مخدره موادو له عوایدو څخه په لاس ته راغلو پيسو باندې وسلې اخیستل کېږي، جنګیالیو ته معاشونه هم ورکړل کېږي او بيا دا وسله وال زموږ د ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، نو ځکه باید موږ له دې دواړو خواوو سره هم مهاله مبارزه وکړو."

"موږ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې لپاره یو کمېسیون لرو چې په مرکز او ولسوالیو کې منظمې غونډې کوي او داسې لارې چارې لټوي چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي، علما هم د عامه پوهاوي په برخه کې ښه ونډه لري، نو ځکه په نورستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی."

د هغو ولایتونو اوسېدونکي چې هلته اوس هم کوکنار کوکنار کرل کېږي د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د محلي ادارو له مبارزې څخه خوښ نه دي.

دوی وايي، حکومت تل د کوکنارو تر کښت وروسته کمپاين شروع کوي، د دې لپاره هېڅ کار نه کېږي چې خلک بيخي کوکنار و نه کري، باید تر کښت مخکې د بديل معیشیت پرګرامونه پلی شي او د عامه پوهاوي له لارې د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال مخه ونیول شي.

دوی زیاتوي:

"که بزګر کوکنار وکري او دولت یې له منځه یوسي، بزګر به زیان وکړي، ځکه ځمکه بې حاصله پاته کېږي، دا چې بزګر بندي شي، هېڅ ګټه نه کوي، باید تر کښت مخکې بزګرو ته پوهاوی او بديل کښت ورکړل شي."

"د پکتیا يو اوسیدونکی امان الله وصال یم، دولت باید مخکې له مخکې پلان جوړ کړي او بزګرو ته پوهاوی ورکړي چې کوکنار ونه کري، خو که دولت تر کښت وروسته کوکنار اړوي او يا بزګر بندي کوي، دا کار هېڅ ګټه نه لري، بزګرو ته باید بدیل کښت ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې د سروې له مخې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کوکنارو کښت ډېر شوی و.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت له نړیوالو مرستندویو ادارو غوښتي چې د مالي ملاتړ په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي چې په نتيجه کې يې دا وزارت وکولای شي، خپل پروګرامونه په سمه توګه پلي کړي، خو د امریکا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او قانون د تنفیذ اداره یا INL د خپلو مرستو لپاره دا شرط ايښی چې بايد دولت د کوکنارو کروندې په سلو کې ۸۰ له منځه يوسي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG