د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

مجروح: په کابل ښار کې انتحاري حملې ۳ملکیان وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ډسپیچري په سیمه کې انتحاري حملې ۲ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي ازادي راډیو ته وویل چې یاده حمله د یوه کورلا ډوله موټر په واسطه چې له چاوېدونکو موادو ډک و رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د انتحاري حملې هدف په سیمه کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ کارمندان و.

رحیمي په دغه انتحاري حمله کې د بهرنۍ کمپنۍ کارمندانو ته د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په چاودنه کې دوه موټرونه هم تخریب شوي دي.

بلخو په سیمه کې عیني شاهدانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دغه انتحاري حمله کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح خبري اژانسونو ته ويلي چې په پېښه کې لږ تر لږه ٣ کسان وژل شوي او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

په وروستيو کې کابل د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د سختو حملو شاهد و.

دغه حملې په داسې حال کې شوي، چې پر وسله والو طالبانو فشارونه زيات شوي، څو د روان تاوتريخوالي د ختمولو لپاره له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

د دغه انتحاري حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې د روانې کب میاشتې پر ۱۱مه د نهمې امنیتې حوزې اړوند د قابل بای په سیمه کې یوې بلې انتحاري حملې یو تن وژلی و او یو شمېر نور یې ټپیان کړي و.

XS
SM
MD
LG