د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

دفاع وزارت: د «نصرت» پوځي عملیاتو ډېر تمرکز به پر شمالي ولایتونو وي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د «نصرت» عملیاتو په پیلېدو سره به د شمالي ولایتونو د امنیت ټینګښت ته جدي پام وشي.

د ۱۳۹۷ لمریز کال په رارسېدو سره د افغانستان دفاع وزارت په ټول هېواد کې د پسرلنيو عملیاتو د پیل خبره کوي او وايي چې دغه عملیات له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د کب ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې د نصرت په نامه دغو عملیاتو کې به هغو سیمو ته ډېر پام وشي چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د نصرت عملیات د ټول افغانستان لپاره دي چې شمالي ولایتونه هم په‌کې شامل دي، په دغو عملیاتو کې ټولې هغه سیمې په نښه شوي چې امنیتي ګواښونه په‌کې لوړ دي، عملیات د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او افغان ځواکونه به ټولې هغه سیمې له وسله‌والو مخالفینو څخه تصفیه کړي کوم چې په‌کې حضور لري."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د نصرت پوځي عملیاتو تمرکز به په شمال کې پر جوزجان، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونو وي.

دا یوازې د افغانستان دفاع وزارت نه‌دی چې د هر کال په پیل کې د پسرلنیو عملیاتو خبره کوي، بلکې وسله‌والو مخالفینو هم تر دې دمخه تل ورته عملیات اعلان کړي دي.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان اندېښه ښي چې ممکن په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان جګړه اورنۍ شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې جنرال خدایداد وايي، دا چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی طالبان به هم په خبرو کې له قوي دریځه د ګډون په هدف خپلو حملو ته زور ورکړي.

د ښاغلي خدایداد په خبره که څه هم طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه‌لري، خو د نصرت عملیاتو پر ښه مدیریت او ښې همغږۍ ټینګار کوي.

جنرال خدایداد
جنرال خدایداد

نوموړي زیاته کړه:

"څومره چې فکر کېږي طالبان هومره قوي نه‌دي که افغان ځواکونه سم اداره، مدیریت او سمبال شي کولای شي د افغانستان په شمال او جنوب کې طالبان وځپي."

د ښاغلي خدایداد په خبره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د ګواښونو سربېره د داعش ډلې فعالیتونه هم د اندېښنې وړ دي او په کار ده چې د افغانستان دفاع وزارت په پسرلنیو عملیاتو کې دا مسئله هم له پامه ونه‌غورځوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG