د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

مشرانو جرګې د هېواد پر وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه


د افغانستان مشرانو جرګې د هېواد په وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه، د فراه او ارزګان ولایتونو په امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د پسرلي په رانږدې کېدو سره یو ځل بیا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفينو فعالیتونه زیات شوي او وخت ناوخت په دولتي تأسیساتو او امنیتي پوستو حملې کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د دښمن په مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته‌یې وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفينو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي.

د دغې جرګې غړي سناتور ګل احمد اعظمي د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د وسله‌والو مخالفينو پوځي تاکتیک بدل شوی او د پرمختللو وسلو په درلودلو سره، زیان اړوونکې حملې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"وسله‌وال مخالفين د شپې له‌خوا تهاجمي حملې کوي او تاسې ته بهتره معلومه ده چې د فراه په ولایت کې د دښمن وروستي تحرکات زیات دردوونکي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه وسله‌والو مخالفينو د یوې پراخې حملې په پایله کې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د یو څه مودې لپاره ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغې حمله کې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون، ۷ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي چې اوس هلته وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

په مشرانو جرګه کې د ارزګان سناتور محمد حنیف حنفي وايي چې په دغه ولایت کې د دښمن حملې زیاتې شوي او دا مهال د خاص ارزګان ولسوالۍ د طالبانو له لوري تر محاصرې لاندې ده.

ښاغلي حنفي وویل:

"د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې دښمن په یو کېلو مترۍ کې دی، د ولسوالۍ شااوخوا په بشپړه توګه محاصره ده، درې شپې کېږي چې سخته جګړه روانه ده، موږ چې په کابل کې له چارواکو سره تماس نیسو، موږ ته ځواب نه‌راکوي."

ښاغلی حنفي زیاتوي، که په خپل وخت د ولسوالۍ د ژغورلو لپاره اقدام ونه‌شي، نو د خاص ارزګان ولسوالي به هم د انار درې د ولسوالۍ له برخلیک سره مخ شي.

له دغو اندېښنو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له حکومته وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفينو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"وروستۍ پېښې غندو، په امنیتي مسؤلینو غږ کوو چې د ولس توقع تاسې ته ده، د دوی امنیت ته جدي پاملرنه وکړئ، څو خلک هوسا ژوند وکړي او تاسې یې پر وړاندې مسؤلیت ادا کړئ."

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې هغه سیمې په نښه شوي، په کومو کې چې د وسله‌والو مخالفينو فعالیتونه زیات شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره:

"تاسې او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې ټولې هغه سیمې چې دښمن په‌کې فعالیت کوي، په هغو ځایونو باندې به امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونه په ګډه غښتلي عملیات کوي."

ښاغلی رحيمي زیاتوي چې دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفينو د ځپلو لپاره پراخ پوځي عملیات روان دي چې د نوموړي په خبره، وسله‌والو مخالفينو ته په‌کې زیان اوښتی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG