د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د انار درې ولسوالۍ د سقوط او د افغانستان د سولې په اړه د نیویارک ټایمز تبصره


نيويارک ټایمز:

نيويارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو حملو ته کتلي دي.

د دوشنبې په ورځ طالبانو د فراه ولايت پر انار دره ولسوالۍ بريد وکړ او دا ولسوالي يې شااوخوا د يوه ساعت لپاره ونيوله.

وروسته افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ولسوالي بېرته تر لاسه کړه، خو په حمله کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون، اووه سرتېري ووژل شول.

په عملیاتو کې د ۵۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، په داسې حال کې چې طالبانو په وروستيو کلونو کې ځمکې لاندې کړې دي، افغان حکومت له ډېره وخته د فراه د امنيت په اړه اندېښنه لرله، دا ولايت له ډېرې مودې راهيسې د سقوط پر څنډه ولاړ و، ځکه سخت دريځي څو ځلې توانېدلي چې د ولايت مرکز ته په ننوتو بریالي شي.

مقاله د امریکا د دفاع وزارت له خوا د افغانستان د بيا رغونې د څار ادارې د راپور يادونه کوي چې سخت دريځي د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه درې فیصده په خپل واک کې لري او پر ۴۰ فیصده نورو يې حملې روانې کړې دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د بهير په اړه هم يوه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي ليکلې ده.

ولسمشر غني د فبرورۍ مياشتې په ۲۸ مه طالبانو ته له قيد او شرطه پرته د سولې وړانديز وکړ.

ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په غونډه کې له طالبانو سره د سولې یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه. د طرحې له مخې به اوربند ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي.

د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورو لېستونو لېرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي، امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي او د اړتيا په صورت کې به د افغانستان پر اساسي قانون بیا کتنه وشي.

پخواني جنګیالي او کډوال به بېرته په ټولنه کې جذبېږي او کار به ورکول کېږي.

طالبان به هم د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او د قانون واکمنۍ ته به درناوی کوي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې مقاله کې ښاغلي کرزي لیکلي چې د ولسمشر غني له خوا د سولې بهير ته د طالبانو بلنه وروسته له هغه وه چې په دې اړه څو مياشتې ملي اجماع وشوه.

مقاله ليکي چې د سولې بلنه په دې مانا ده چې ټول افغانان يو برابر دي او افغانان حق لري چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

ښاغلي کرزي ليکلي، موږ په دې باور يوو چې له دې سره به طالبان يو فرصت ولري چې د يوه منظم سياسي ګوند په توګه سره راټول شي، د سياسي ځواک په توګه له سوله ييزې لارې د سياسي پروسې برخه شي.

ښاغلي کرزي ليکلي چې افغان حکومت د طالبانو د اساسي غوښتنو او اندېښنو په اړه کار کولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG