د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

قانع: ایران او ځينې تروریستي ډلې د«بخش اباد» بند جوړولو مخه نیسي


د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، ایران او یو شمېر ترورستي ډلې په دې هڅه کې دي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ګواښونو په ډېرلو سره د بخش اباد بند د کار مخنیوی وکړي.

د فراه د ولایتي شورا وکیل دادالله قانع د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۲۷» ازادي راډيو ته وویل چې د ایران د ولسمشر له دې څرګندونو وروسته چې د افغانستان د اوبو د بندونو په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای، په دغه ولایت کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

قانع: په فراه کې د طالبانو تحرکات زیات شوي.
قانع: په فراه کې د طالبانو تحرکات زیات شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"له کومې ورځې چې د بخش اباد د بند نوم اخیستل شوی زموږ په ولایت کې د دولت د مخالفو وسله والو فشارونه هم زیات شوي دي، ایران او وسله وال مخالفین د دغه بند د ګواښلو لپاره خپلې هڅې کوي، خو زموږ خلک د دغه بند د ساتلو لپاره سره یو دي او ملاتړ یې کوي."

ومو غوښتل په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم ولرو خو په بریالي نه شو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د روان کال په اوړي کې په تهران کې د چاپېریال ساتنې یوې غونډې ته چې د افغانستان په ګډون په کې د ۳۴ نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه وویل چې تهران نه شي کولای چې په افغانستان کې د سلما، کجکي او کمال خان بندونو د جوړولو په اړه بې تفاوته پاتې شي.

د فراه اوسیدونکي: ګاونډيان نه غواړي چې بخش آباد بند ورغول شي

کمال خان د افغانستان په لوېدیځ نیمروز ولایت کې د اوبو هغه بند دی چې د فراه د ولایتي شورا د استازي دادالله قانع په وینا په جوړېدو سره به يې له افغانستانه ایران ته د اوبو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"فراه ولایت په وروستیو اونیو کې د ناامنیو شاهد وو حتا نېږدې یوه اوونۍ وړاندې د مخالفو وسله والو په یوه حمله کې د دې ولایت د انار درې ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د مخالفینو لاس ته وغورځېده، همدا شان له هغې مخکې د دغه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه حمله کې یو شمېر افغان سرتېري هم ووژل شول."

د بخش اباد د اوبو بند هم په بالابلوک ولسوالۍ کې له مرکز نه نېږدې ۲۰۰ کېلو متره لېرې موقعیت لري، هغه ځای چې د دولت د مخالفو وسله والو فعالیت په کې محسوس دی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دې بند د ډیزاین ۸۰ فیصده کارونه شوي دي.

د نوموړي وزارت ویاند محمد اصف غفوري که څه هم د دغه بند په وړاندې د ایران د مداخلې په اړه بې خبري ښيي خو وايي چې که په دغه ولایت کې امنیتي ګواښونه ډېر شي نو د دغه بند د جوړېدو کارونه به زیانمن کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کوم شخص یا ډلې له خوا د کوم ښکاره ګواښ په اړه موږ ته راپور نه دی رارسېدلی، خو په دې ولایت کې په عمومي ډول چې کومه ناامني ده طبعاً د فراه پر بنسټیزو پروژو خپل تاثیرات لري او د بخش اباد بند هم د همدې پروژو له ډلې یوه ده، که چېرې په فراه کې د ناامنۍ لمن پراخېږي، نو د دې پروژې کارونه هم زیانمنېږي."

له دې وړاندې هم د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړیو او د دې ولایت پخواني والي اصف ننګ ادعا کړې وه چې ایران هڅه کوي د بخش اباد د اوبو د بند د جوړېدو مخنیوی وکړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بخش اباد بند د کارونو په وړاندې د ایران د هڅو د ادعا په اړه دوی نه دي خبر.

خو نوموړی ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه په خپلو هڅه سره په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG