د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

مرتضوي: ولسمشر غني نن د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون کوي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په تهران کې د جمهور رئیس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې برخه اخلي.

اشرف غني پرون هرات ته ولاړ او نن له هراته ایران ته روان شو.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په هرات کې خبرې غونډې ته وویل چې ښاغلی غني به تهران ته د سفر پر مهال له یو شمېر ایراني چارواکو سره وګوري.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر به د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي، د دې سفر په ترڅ کې به افغان ولسمشر د ایران له یو شمېر چارواکو سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو او د پام وړ مسایلو به وغږېږي."

په ایران کې د روان میلادي کال د مې په ۱۹ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې حسن روحاني د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

داسې ښکارې چې د نشه يي موادو د قاچاق ستونزه، د ګمرک مربوط موضوعات او امنیت به د افغانستان د ولسمشر او ایراني چارواکو د خبرو اصلي ټکي وي.

شاه حسین مرتضوي وایي چې یو شمېر کمېټې جوړې شوې دي چې د شته ستونزو د هوارولو لپاره لارې چارې ولټوي:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پنځه کمېټې د افغانستان له لورې جوړې کړې دي او ایران هم پنځه کمټې جوړې کړې دي چې پر بېلابېلو موضوعاتو به بحث وکړي، د ګمرکونو مسئله ده، له مخدر موادو سره د مبارزې مسئله ده، فرهنګي مسایل دي، امنیتي مسایل دي او ټول هغه موضوعات چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث وړ وي کېدای شي چې خبرې پرې وشي خو بیا هم اصلي هدف د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستل دي."

که څه هم د ولسمشر سرپرست ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو لانجې ته اشاره ونه کړه خو تمه ده چې په هرات کې د سلما د بند، په فراه کې د بخش اباد بند او کمال خان په نیمروز کې هغه موضوعات وي چې د افغانستان او ایران چارواکي خبرې پرې وکړي.

په وروستیو کې د ایران جمهور رئیس په ښکاره دا خبره وکړه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د بندیونو جوړېدل د ایران په زیان دي.

XS
SM
MD
LG