د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د فراه والي: ایران یو شمېر طالب مشرانو ته کورونه او امکانات برابر کړي


د فراه والي وايي، د دې ولایت د پشت‌کوه او ګلستان په ولسوالیو کې د سپاه قدس د ډلې سلاکاران د طالبانو سره مشورې او خبرې اترې کړې دي.​

محمد عارف شاه جهان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د فراه ولایت او ایران ترمنځ په ۲۸۹ کېلو متره ګډه پوله په بشپړ ډول کنټرول نه‌لري چې له امله‌يې ایراني سلاکاران پرې په ډېرې اسانۍ سره دواړو لورو ته تګ راتګ کوي.

ښاغلی شاه جهان دا هم وايي چې ایران يو شمېر طالب مشرانو ته په خپل هېواد کې د نورو امکاناتو تر څنګ کورونه هم ورکړي دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان
د فراه والي محمد عارف شاه جهان

دی وايي:

"په دقیق ډول دوی ایران ته تګ او راتګ لري، کورونه او نور امکانات هلته د دوی په واک کې دي، ډېر زیات امکانات دوی ته ورکول کېږي."

سپاه قدس په ایران کې د سپاه پاسداران ځانګړی ځواک دی چې له ایرانه بهر د پوځي فعالیتونو مسؤلیت لري.

د فراه والي وايي، ایراني سلاکاران د تیغو، بهرامچې او پشمیکه او يو شمېر نورو لارو څخه فراه ته تګ راتګ کوي.

ښاغلي شاه جهان د خپلو يادو ادعاو د اثبات لپاره کوم اسناد وړاندې نه‌کړل، خو زیاته‌يې کړه چې معلومات‌يې کاملاً موثق او دقیق دي.

نوموړی وايي، وسله‌وال طالبان په فراه ولایت کې په کافي اندازه پیسې او پوځي امکانات په واک کې لري او د دې ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې فعالیتونه کوي.

ښاغلی شاه جهان په فراه ولایت کې د ایران له‌خوا د پوځي مرکزونو د جوړولو خبره ردوي وايي چې په دغه ولایت کې روسي وسلې هم په طالبانو وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور تېر کال د يوې بې‌پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ښاغلی منصور په داسې حال کې ووژل شو چې له ایرانه پاکستان ته روان و.

وموغوښتل په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شو.

خو له دې ټولو سره-سره ایراني چارواکو تل دا خبره کړې چې د ایران او افغانستان مناسبات د متداولو او ګډو امنیتي ګټو پر اساس دي.

د افغان طالبانو د ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د ایران له‌خوا د دوی د ملاتړ په تړاو راپورونه رد کړي دي.

دغه سیمه‌ییز چارواکي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې ټاکل شوې د ټاپي د ګازو د نل لیکې ځينې برخې د فراه له لارې نورو سیمو ته وغځېږي او د بخش‌اباد د برېښنا ستر بند هم په دغه ولایت کې جوړ شي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په موضوع کې بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

بل‌خوا د فراه د ولایتي شورا رئیسې جمیلې امیني ازادي راډیو ته وویل چې د ایران د سپاه پاسداران مأمورینو يو شمېر کورنیو ته په ایران کې د اوسېدو لپاره د امکاناتو برابرولو ژمنې ورکړي او د دغو کورنیو ځوانان‌یې جګړې ته چمتو کړې دي.

مېرمن امیني زیاتوي:

"ایران په مستقیم ډول دخیل دی، حتی په فراه کې کورنۍ جلب او جذب ته هڅوي او ایران ته‌يې بیايي او د هرې کورنۍ يو تن تجهیز کوي او فراه ته‌يې د جنګ لپاره لېږي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه زلمي وردګ حکومت د ګاونډيو هېوادونو د دا شان مداخلو په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي وايي، که حکومت د دغو مداخلو مخه ونه‌نیسي، افغانستان به د سیمې او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د جګړې شاهد وي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG