یو شمېر افغان کډوال چې ماشومانیې په ایران کې له زدهکړو بېبرخې دي، له ایراني چارواکو غواړي چې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو امکان برابر کړي.
د تعلیم د حق فعال عبدالحمید نورزی د دې کډوالو په استازیتوب د ایران له حکومت څخه غواړي چې هغو ماشومانو ته هم ښوونځي ته د تلو امکان برابر کړي چې میندې پلرونهیې په دې هېواد کې د استوګنې اسناد نهلري.
ښاغلی نورزی د مرکې په پیل کې دې سؤال ته ځواب وايي چې د دې ماشومانو د کورنیو غوښتنه څه ده؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: