د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

پاکستان ته د ضمير کابلوف سفر؛ د افغانستان پر وضعيت يې خبرې کړي


د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف

کابل او اسلام اباد ته، افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه سفرونو او په اړه یې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو باورونه.

ضمیر کابلوف له کابل وروسته اسلام اباد ته په خپل سفر کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده او زیاته کړې يې ده، چې په دغه لیدنه کې اغلې رباني، ښاغلي کابلوف ته ویلي، چې یو باثباته افغانستان دوی ته مهم دی.

خبر پاڼه وايي، اغلې رباني زیاته کړې، چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د یوه اقتصادي پله حیثیت لري او پاکستان هڅه کوي چې د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا دغه هدف ته ورسیږي.

خو په اعلامیه کې د ښاغلي کابلوف په حواله څه نه‌دي راغلي.

ښاغلی کابلوف داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې نوموړي له دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه افغانستان ته په خپل سفر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی سره هم لیدلی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل هغه مهال په خپلو توېټونو کې ویلي و، چې دواړو خواو د کډو همکاریو او ښو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

"روسیه په یوه مجبوریت کې راګیره ده

د سیاسي چارو ځینې افغان شنونکي افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي د تازه سفرونو او لیدنو کتنو په اړه ویشلي نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی کبیر حقمل وايي، روسیه د یو مجبوریت له‌مخې هڅه کوي د افغانستان په مسله کې ځان مهم وښېي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "روسیه په یوه مجبوریت کې راګیره ده، له اصله یې طالبان نه‌دي خوښ، تېر ځلې چې هم طالبان راغلي و، دوی د شمالي ټلوالې کلک ملاتړي پاتې شوي و، اوس هم چې ازبکستان، تاجکستان او یا د منځنۍ اسیا نور هېوادونه له طالبانو خطر احساسوي، روسیه مجبوره ده له دوی څخه په دفاع کې لاس په کار شي، خو له بلې خوا روسیه د امریکا سره د مخالفت له امله بیا د طالبانو ملاتړ هم کوي."

کبير حقمل
کبير حقمل

خو د چارو بل کتونکی داود مایار بیا په دې باور دی، چې روسیه غواړي د امریکا په وړاندې خپل صف پیاوړی کړي.

ښاغلی مايار وايي: "په دې کې شک نه‌شته چې د روسیې دغه ډول سفرونو او دغه ډول ديپلوماټیکو هڅو نړيوالو په ځانګړي ډول امریکا ته تشویشونه رامنځته کوي، هغو (امریکا) ته دا هڅې خوند نه ورکوي، همدا شان په مقابل کې به امریکا هم له دې فرصت نه استفاده کوي او خپلو هڅو ته به دوام ورکوي."

روسیه، پاکستان او چین د هغو څو کمو هېوادونو په ډله کې دي چې په کابل کې یې ډیپلوماتیکې نمایندګۍ فعالې ساتلې دي.

دوی همدارنګه له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي مهمو شریکانو له ډلې شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلې د روان ميلادي کال په لړم میاشت کې، هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې طالبانو ته واضح پیغام لېږدوي، تر هغه به په رسمیت ونه‌پېژندل شي چې د نجونو، ښځو اولږکیو په ګډون بشري حقونو ته درناوی ونه‌کړي.

خو دې پرېکړه لیک ته چې ۱۱۶ هېوادونو تایيد کړی و د روسیې، پاکستان او چین په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه.

دا پرېکړه‌ لیک چې جرمني چمتو کړی و ۵۹ نورو هېوادونو یې ملاتړ وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG