د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

سټار اېنډ سټرايپس: امريکا د طالبانو د نشه يي توکو پر کارخانو عمليات پاى ته رسولي


  • ډيلي صباح «Daily Sabah»

له ترکيې خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي صباح په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي پر وروستيو خبرو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې زلمي خليل‌زاد د افغانستان د ١٧ کلنې جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له ضمير کابلوف سره په ترکيه کې بحث وکړ.

په ترکيه کې د روسيې سفارت ويلي چې د جمعې په ورځ دوى د دغو خبرو کوربه‌توب کاوه.

ډيلي صباح ورځپاڼه ليکي:

په‌دې کتنه کې د ترکيې لپاره د روسيې سفير الکسي يرهوف «Alexei Yerhov» دغه راز د امريکا او روسيې ځينې نور چارواکي حاضر وو.

زلمي خليل‌زاد د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له طالبانو سره يې څو وارې مذاکرې هم کړي دي.

ويل شوي چې د دواړو لوريو ترمنځ به د مذاکرو بل پړاو راتلونکې دوشنبې په قطر کې وشي.

په ترکيه کې تر بحثونو وروسته زلمي خليل‌زاد په ټويټر کې ليکلي چې له ضمير کابلوف سره يې پر سفرونو د ملګرو ملتونو له بنديزه د طالب مرکچيانو د معافېدو په اړه هم خبرې وکړې چې دغه طالب مرکچيان وکړاى شي د سولې په مذاکرو کې برخه واخلي.

د دې ترکۍ ورځپاڼې په ليکنه د امريکايي پلاوي او د طالبانو د استازو خبرې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو پر وتلو او پر دې موضوع متمرکزې وې چې بايد پرې نه ښوول شي، تروريستان بيا د افغانستان له خاورې پر امريکا کومه حمله تنظيم کړي.

د ليکنې په حواله، روسيې هم د افغانستان د مذاکرو په کوربه‌توب سره هڅه کړې چې په‌دې موضوع کې يوه بانفوذه لوبغاړې وي.

په مسکو کې د روانې مياشتې په پيل کې سياستوال او د طالبانو استازي سره جرګه شوي وو.

  • سټار اينډ سټرايپس «Stars and Stripes»

د نورو خپرونو او ورځپاڼو په څېر امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله يوه تازه ګڼه کې د کوکنارو د کښتونو او کارځايونو د له‌منځه وړلو د هوايي حملو پر کمپاين ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د امريکا پوځ په افغانستان کې د طالبانو د مخدره موادو پر لابراتوارونو لانجمن عمليات پاى ته رسولي، خو ظاهراً يې د مخدره موادو له درکه د دوى د عوايدو دا سرچينه زياته نه ده زيانمنه کړې.

د سټارس اينډ سټرايپس په ليکنه د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې يا سيګار د چهارشنبې ورځې د راپور له مخې، دغه پوځي عمليات د ٢٠١٨م کال په وروستي ربع کې رسماً وځنډول شول.

د «اوسپنيز توپان» په نوم دغه عمليات د ٢٠١٧میلادي کال په نوومبر مياشت کې پيل شوي وو چې طالبان په مالي لحاظ وځپي.

د ورځپاڼې په باور دا د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د ستراتيژۍ يوه برخه وه چې پر اساس يې دغه افراطي وسله وال د مذاکرو مېز ته حاضر کړاى شي.

په ليکنه کې د سيګار د تېرې مياشتې د راپور په حواله ويل شوي چې په ٢٠١٧میلادي کال کې امريکايي چارواکو ويلي وو، طالبان د مخدره موادو د کار و بار له درکه په کال کې ٢٠٠ مليونه ډالره عوايد ترلاسه کوي.

د سټارس اينډ سټرايپس په ليکنه کې راغلي:

د اوسپنيز توپان د عملياتو په لړ کې ٢٠٠ حملې شوي چې د ٢٠١٨میلادي کال په وروستي ربع کې يوازې دوې حملې شوي، هغه هم دواړه په هلمند کې.

XS
SM
MD
LG