د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

متقي: د اختلافاتو د حل لپاره نړيوالې ټولنې سره خبرو ته چمتو يو


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی له نړیوالې ټولنې سره د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرو ته تیار دي.

مولوي امیرخان متقي دا خبره په هغه لیکنه کې کړې چې پرون الجزیرې ټلوېزیون پر خپله وېبپاڼه خپره کړې.

د چارو کتونکي وايي، طالبان باید لومړی د افغانانو او نړیوالو له غوښتنې سره سم د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانستان نوي مشران پر خبرو اترو باور لري خو د ده په وینا دا اقدام باید دوه اړخیز وي.

مولوي امیرخان متقي، په خپله لیکنه کې ویلي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د نږدې والي د پیلېدو فوق العاده فرصت برابر شوی دی.

ښاغلي متقي همدا راز ویلي، بندیزونه او فشارونه اختلافات نه هواروي بلکې دوه اړخیز اعتماد دی چې مرسته کوي.

طالبانو داسې یو ګام نه‌دی پورته کړی چې هغه د افغانستان د ولس د غوښتنو ځواب وي

په جرمني کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شناند محمداسحاق اتمر وايي، طالبان باید لومړی هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې نړیوال او افغانان یې له دوی څخه لري.

نوموړی وايي: "تر اوسه پورې طالبانو داسې یو ګام نه‌دی پورته کړی چې هغه د افغانستان د ولس د غوښتنو ځواب وي او د نړیوالو ځواب هم په‌کې وي او هغه د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل، د ښځو د حقونو تامین، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او ځینې نور مسایل دي. زه فکر کوم چې طالبان باید اول هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي چې د افغانستان د ولس اونړیوالو له‌خوا نه دوی ته پېشنهاد شوي، بیا دوی ته فکر کوم دا زمینه برابریږي چې په رسمیت هم وپېژندل شي او لازم تعامل هم ورسره وشي."

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ له پيل تر دې دمه د نجونو ښوونځي تړلي دي.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ له پيل تر دې دمه د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ده همدا راز وویل، نړۍ او د افغانستان خلک نن دې ته انتظار دي چې طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو، د بشري حقونو د تامین او همدا راز د اقتصادي فقر د کمولو لور ته مثبت ګام واخلي.

تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی خو د پاکستان، ایران، ترکیې او متحده عربي اماراتو په شمول په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته طالبانو خپل ډیپلوماتان لېږلي دي.

د ۱۴۰۲ لمریز کال تعلیمي کال په افغانستان کې یو وار بیا په داسې حال کې پیل شو چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړل شوه.

د نجونو پر مخ د متوسطې، لېسې او پوهنتونونو د دروازو د بندېدو له کبله پر طالبانو، هم په افغانستان او هم په درسته نړۍ کې انتقادونه کېږي.

د دغو نیوکو په دوام کې تازه د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم د سعودي عربستان په جده کې د اسلامي همکارۍ سازمان له سرمنشي سره په کتنه کې وویل، طالبان باید د نجونو د زده‌کړو پر حق سترګې پټې نه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG