د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۶

د امريکا استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د انتوني بلېنکن د احضار سند لاس‌ليک کړی

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د استازو جرګې جمهوري‌پال په پام کې لري چې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې نظمه وتلو په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن جرګې ته احضار کړي او له هغه څخه په دې برخه کې د محرم اسنادو په اړه معلومات وغواړي.

جمهوري‌پال او ځینې دیموکراتان وايي، د امریکايي سرتېرو د وتلو د عملیاتو په اړه چې په ترڅ کې یې ۱۳ سرتېري ووژل شول هېڅکله بشپړ تحقیقات نه‌دي شوي.

د جرګې د بهرنیو اړیکي د کمېټې مشر جمهوري‌پال مایکل مک‌کال په یوه بیان کې ویلي، ده څو ځلې د ښه نیت هڅې وکړې چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې په کابل کې د امریکا د سفارت د ډيپلوماتانو له‌خوا لیکل شوي اسناد وویني، خو نوموړی وايي ښاغلي بلېنکن د دې اسنادو له سپارلو ډډه وکړه.

نوموړی وايي، نو ځکه دی دې ته مجبور شو چې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه جرګې ته د هغه د جلب سند لاسلیک کړي.

مايکل مک‌‌کال
مايکل مک‌‌کال

دا اسناد له شلو زیاتو امریکايي ډيپلوماتانو د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د محرمو اسنادو د لېږد د یوه ځانګړي چینل له لارې د بهرنیو چارو وزیر ته لېږلي وو او په هغو کې یې خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې به کابل د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بلېنکن تېره اوونۍ په یو استماعیه غونډه کې د دې معلوماتو ځینې برخې کانګرس ته وسپارلې او ژمنه یې وکړه چې، د نورو معلوماتو پر سپارلو به هم کار وکړي خو هغه په عین حال کې څرګنده کړه چې ځینې جزییات به یوازې جګپوړو مقاماتو ته وسپارل وشي.

د بلېنکن په وینا د دې کار هدف د هغو کسانو د هویټ پټ ساتل دي چې د پوځي ځواکونو د وتلو له اقدام سره یې مخالفت کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د بهرنیو چارو له وزارت څخه د بلېنکن د احضار د سند په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه خو دې وزارت د خپل ویاند ویدانت پاتیل خبرو ته اشاره وکړه.

ښاغلي پاتیل ویلي و، مهمه دا ده چې دا حساس اسناد محرم وساتل شي.

د نوموړي په وینا د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې، اړوند اسناد په یوه غونډه یا بل ورته مېکانېزم کې له وکیلانو سره شریک کړي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG