د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د طالبانو سترې محکمې د نویو شرعي قبالو د وېش بهیر د پیل اعلان وکړ


کابل کې د سترې محکمې وداني
کابل کې د سترې محکمې وداني

د طالبانو حکومت د سترې محکمې چارواکي وايي، له نن څخه به د جعل‌کارۍ د مخنيوي په موخه، بارکوډ داره قبالې به په برښنايي او کاغذي دواړو بڼو ووېشل شي.

په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې د یو دفتر مسول وايي: "کاروبار امنیت او شرایطو پورې تړلی دی، شرعي قبالو پورې اړه نه‌لري، د هېواد په وضعیت پورې اړه لري."

د معاملاتو د لارښوونې د يو دفتر دا مسؤل چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د املاکو د پېر او پلور کاروبار پیکه شوی.

د ده په وينا، امنيتي ننګونې او اقتصادي شرايط په افغانستان کې د املاکو بازار د سوړوالي لاملونه دي.

په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د دفتر دغه مسوول د طالبانو حکومت د سترې محکمې له‌خوا د شرعي قبالو وېش د جعل‌کارۍ په کمولو کې اغېزمن ګڼي.

نوموړي ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ دا په نېک فال نیسو، توکل په خدای وګورو چې نور به څه بدلون راشي، اوس د وړاندوینې وړ نه‌ده. د کار او بار شرایط ، املاک او دا ټول د هېواد په حالاتو تړاو لري، دې شرعي قبالو سره زیات تړاو نه‌لري. شرعي قبالې د جعلکاري مخه نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې چارواکو نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د نویو شرعي قبالو د وېش اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت د سترې محکمې چارواکو په وینا، نوې شرعي قبالې به د جعل د مخنیوي لپاره ځانګړی بارکوډ ولري او په برښنايي او کاغذي بڼه به ووېشل شي.

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو د مشر مولوي عبدالرحیم راشد په وینا، په نویو قبالو کې به د طالبانو حکومت مهر او لوګو وي.

"د دې پروژې اصلي هدف د شرعي قبالو د وېش او د جعل‌کارۍ څخه مخنیوی دی

د طالبانو حکومت د سترې محکمې، د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رئیس مولوي عبدالرحیم رشید دا هم وویل: "د دې پروژې اصلي هدف د شرعي قبالو د وېش او د جعل‌کارۍ څخه مخنیوی، بل د ځمکو او نورو ملکیتونو کمپیوټري قبالو جوړول اوپه شفاف ډول یې ثبت او صادرولو لپاره زمینه برابرول، او دریم د ځمکو او نورو ملکیتونو په لېږد کې اسانتیا، د پروسې تضمین او ساده کول او څلورم، د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د ملکیتونو رسمي ثبتول دي."

د طالبانوحکومت د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رئیس، په دې خبرې ناسته کې دا هم وویل، چې کابل، هرات او بلخ ولایتونه کولای شي برېښنايي او کاغذي تذکرې ولري، خو په نورو ولایتونو کې د برښنايي اسانتیاو د نشتوالي له امله به یوازې کاغذي قبالې به ووېشل شي.

مولوي عبدالرحیم رشید، په دې خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت د کابینې له‌خوا ټاکل شوي پلاوي، د قبالو د جعل د مخنیوي په موخه یو ٢٩ ماده‌ییز طرزالعمل جوړ کړی چې په خبره یې د تېر کال سرطان میاشتې په شپږمه نېټه، د طالبانو د حکومت کابینې تصویب کړ.

د نوموړي په وينا، د همدغه طرزالعمل پر بنسټ په مرکز او ولايتونو کې د شرعي قبالو د وېش لړۍ چټکه شوې او د املاکو په ثبت کې د جعل کارۍ مخه نيول شوې ده.

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت له سترې محکمې نور جزیات هم واخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د طالبانو حکومت له‌خوا د قبالو د وېش بهیر درول شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG