د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

خلک: د جلال‎اباد شخصي مطبعو کې جعلي اسناد او کاغذونه جوړېږي


د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د جلال‎اباد ښار په يو شمېر مطبعو کې د پیسو په بدل کې جعلي اسناد او کاغذونه جوړېږي.

دوی وايي، تذکرې، د پوهنتون او ښوونځيو تعليمي اسناد او ان د ځمکې قبالې هم که څوک وغواړي په همدې مطبعو کې په اسانۍ جوړولای شي.

څو تنه ښاریان وايي:

"زما نوم فرید دی په جلال‎اباد ښار کې چې کومې مطبعې جوړې شوي د دوی اکثره مطبعې خلکو ته جعلي اسناد جوړوي زما د سترګو لیدلی حال دی د پوهنتون کدرونه‌يې جوړ کړي او په هغې کدرونو وظيفې اخیستل شوي دي."

"عبدالجلال یم، دلته چې کومې مطبعې دي، ډېرې په‎کې داسې دي چې د پیسو په مقابل کې دوی جعلي اسناد او ان قبالې هم جوړوي زما غوښتنه دا ده چې د دې مخه باید ونیول شي دې سره خو د نورو حق خوړل کېږي."

په ننګرهار کې د خصوصي چاپي مطبعو د اتحاديې مسؤل حبیب‌الرحمن صافی هم دا ستونزې مني خو هغه مطبعې چې قانوني جواز ونه‎لري دا ډول کارونو ته زړه ښه کوي.

دی وايي:

"جلال‎اباد غټ ښار دی مطبعې هم دي کمپوز سنټرونه دي کمېشن‎کاران ګرځي له خلکو نه کارونه نيسي په یوه ځای بل ځای کې بیا ترسره کوي دا زه نه‎شم ردولای چې دا کارونه به نه‎کېږي امکان لري اکثراً هغه مطبعې جواز ونه‎لري او حکومت ته مالیه نه‌ورکوي."

د ننګرهار دولتي مطبعې مشر شفیق‌الله امله‎وال چې د شخصي مطبعو څخه د څار مسؤليت هم په غاړه لري وايي، د غير قانوني کړنو په مقابل کې دوی څو ځلې یو شمېر مطبعې بندې کړي خو نوموړی وايي، هغه مطبعې چې جواز نه‎لري د زورواکو حمایت ورسره دی.

ښاغلی امله‌وال زیاتوي:

"تقریباً موږ ۱۶ شخصي مطبعې لرو چې هغوی د اطلاعات او فرهنګ وزارت نه جواز اخیستی او موږ د هغوی څارنه کوو موږ ځينې نورې مطبعې څو وارې بندې کړې کله ولایت نه امر راکړي چې دوه میاشتو کې جواز جوړوو، صبر ورته وکړئ دا څلور-پنځه کاله وشو موږ په دې ونه‌توانېدو چې دا مطبعې بندې کړو ځکه کله-کله زورواکان هم راته زنګ ووهي چې دا بېرته خلاصه کړئ خو موږ زورواکانو ته سر نه‎دی ټيټ کړی."

اوس‎مهال د جلال‎اباد ښار کې په لسګونو شخصي مطبعې فعالیت کوي چې د دولتي مطبعې د مسؤلینو په خبره له دې ډلې یوازې ۱۶ مطبعې قانوني جواز لري.

دوی وايي، د دې ستونزو په اړه تل ورته شفاهي شکایتونه رارسېدلي که خلک ورسره همکاري وکړي او اسناد ورسره شریک کړي نو دوی به ورسره قانوني چلند وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG