د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

پکتيا کې د بنوزيو د ښارګوټي د وېش د مخنيوي په خاطر مظاهره وشوه


څو ورځې وړاندې د پکتيا ولايتي ادارې په اداري جلسه کې پرېکړه وکړه چې دوی به له غاصبينو حکومتي ځمکې راګرځوي او د نقشې مطابق رسمي شهرکونه به جوړوي او ماسټر پلان به پلی کوي.

د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د پکتيا مرکز ګردېز کې د خوست ګردېز تر منځ لويه لار د درې ساعتونو لپاره د بنوزيو د سيمې اوسېدونکو له‎خوا د يوې مظاهرې په ترڅ کې تړل شوې وه او ادعا يې لرله چې ولايتي اداره ولايتي شورا د دوی ځمکې په زوره نيسي او د دوی اسنادو ته نه‌ګوري.

دوه تنه مظاهره‌چيان وايي:

"دلته د حکومت کسان راغلي، توپ ټانک او هر څه‌يې راوستي، زموږ ځمکې غصبوي دغه مو اسناد دي د ۲۰۰ کالو قبالې لرو په خپله خوښه لګيا ده پرته له دې چې دوی اسناد ولري په زور دلته شهرک توزېع کوي."

"له بره تر اخره له معاونه‌يې راونيسه، تر ولايتي شورا او ښاروال پورې دا ټول د لس-لس زره روپيو لپاره زموږ په ځمکو کې کار شروع کړی دی."

دوی دا هم وويل، که حکومت د دوی اسنادو ته ارزښت ورنه‎کړي او د دوی حق دوی ته ورنه‎کړل شي د حکومت په وړاندې به مظاهرو ته دوام ورکړي.

مظاهره‎چيانو ادعا کوله چې د ډېر پخوا راهيسې دوی د خپلو ځمکو سند ملکيت لري خو وړمه ورځ ولايتي ادارې د دې ځمکې په اړه رسنيو ته ويلي وو چې دوی ټولې غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبينو څخه د ولسمشر د فرمان پر اساس ګرځوي.

د مظاهره‎چيانو د غبرګون پر اساس د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وويل چې دوی کله هم د چا سره زور زياتی نه‌کوي او نه‌قوانين ماتوي خو د قوانيونو د پلي کېدو په هڅه کې دي.

ښاغلی حسرت دغه‌راز وايي:

"دا يوازې هغه بهانه ده چې خلک د پرديو حقونو تر پښو لاندې کولو لپاره‌يې کاروي، که خلک رښتيا اسناد لري نو محاکمو ته دې عارض شي او بيا دې معلومه کړي چې دغه ځمکه د چا ده او بله خبره دا ده چې موږ د قوانينو پلي کوونکي یو نه قانون ماتونکي."

له تېرو لسو کلونو راهيسې د حکومت او بنوزيو د اوسېدونکو تر منځ د دغې تقريباً ۴۳۰۰ جريبه ځمکې پر سر لانجه ده چې يوه برخه‌يې قوم نيولې او ډېرې برخې دښتې لا هم پاتې دي چې دوه ورځې وړاندې د حکومت د پرېکړې پر اساس په دغه ښارګوټي کې د ښوونکو، معلولينو، شهداوو او مأمورينو لپاره د توزېع په موخه اقدام وشو او هلته حکومت د خپل ماسټر پلان د پلي کېدو کار پيل کړ.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG