د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت: د ښاري سیمو ۶۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي


ارشیف، د غزني ولایت یو انځور
ارشیف، د غزني ولایت یو انځور

د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، د غیر رسمي ښاري سېمو د ثبت پروګرام له لارې ۶۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي دي.

دغه وزارت دا هم وايي چې په تېر یوه کال کې یې د دولتي ځمکو بانک له لارې په ۲۸ ولایتونو کې درې نیم میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې کړې ده.

د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د شنبې په ورځ ولس ته د حکومت ځواب ویلو پیل شوي بهیر ته وویل چې تر ۲۰۲۰ مبلادي کاله پورې به د غیر رسمي ملکیتونو لپاره ۵۰۰۰ رسمي سندونه وویل شي.

ده وویل:

"د غیر رسمي ښاري سېمو ثبت پروګرام د وزارت یو مهم لومړیتوب دی، د دې پروګرام له لارې غیر پلاني او غیر رسمي کورونه ثبت کېږي چې تراوسه د دغه پروګرام له لارې له ۶سوه زره ډېر کورونه ثبت شوي، تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به د غیر رسمي ملکیتونو ۵۰۰ زره سندونه ووېشل شي چې ورسره به ۳ میلیونه هېوادوال یې له ګټو برخمن شي."

نوموړي دغه شان وویل، د دغه پروګرام له لارې تراوسه په کابل، هرات، جلال اباد، بامیان او ښارونو کې ۴۰۰۰ کورونو ته رسمي سندونه وېشل شوي دي.

په افغانستان کې د شته قوانینو له مخې د کورونو خاوندان باید د شرعي قبالې په نوم سند ولري، خو د کابل ښار د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شرعي نه، بلکې عرفي سند لري.

عرفي سند هغه سند ته ویل کېږي چې رسمي نه وي، بلکې د دوو اړخونو تر منځ د شوې معاملې جزیات په کې لیکل شوي وي.

د کابل ښار اوسېدونکی نېک محمد وايي، د ځمکې ملکیت د عرفي قبالې له امله خوندي نه دی او د شرعي قبالې په ورکړې سره به یې اصلي مالکان وپېژندل شي.

دی وايي، تل دا اندېښنه لري چې کور به یې د حکومت له لوري ړنګ شي.

ده زیاته کړه:

"ما د کابل ښار په افشارو سیمه کې کور اخیستی، قواله یې عرفي ده، تل د خلکو له خوا اوازې وي چې دولت دا کورونه ړنګوي، مونږ هم همدې اندېښنه کې یوو."

ارشیف، د کابل د ښار یو انځور
ارشیف، د کابل د ښار یو انځور

د کابل ښار اوسېدونکې لېمه هم د یوه عرفي قبالې درلودونکي کور څښتنه ده.

دا وايي، حکومت تل ژمنه کوي چې د کورونو رسمي اسناد به ورکوي، خو په خبره یې چې تراوسه یې دا ژمنې نه دي عملي کړي.

دې وویل:

"حکومت په کراتو دا ژمنه کړې ده، خو تراوسه پورې یې عمل نه دی کړی، هیله مند یوو چې دا ژمنه عملي شي."

د افغانستان دولت د ښاري او کلیوالو ملکیتونو د ثبت بهیر په ۱۳۹۵ کال کې له کابل ښاره پیل کړی چې دا پروګرام به په ټول هېواد کې پلی شي.

د افغانستان د ارضیو د ادارې د شمېرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د ښارونو ۷۰ سلنه او د کلیوالو سیمو ۸۰ سلنه ځمکې غیر رسمي دي او په دولتي ادارو کې نه دي ثبت شوي.

د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یو میلیون کورونه تثبیت شوي دي چې ډېری یې عرفي قبالې لري.

چارواکي وايي چې د دغو کورونو د قبالو په شرعي کولو سره به په هېواد کې د پانګونې کچه څلور برابره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG